پینډي 27 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان په كېچ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو په بريد كښې لس اهلكار شهيدان شوي او د سختو ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر مړ او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔په كليئرنس اپرېشن كښې درې ترهه ګر نيولې شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر له مخې د كېچ په سيمه كښې د 25 او 26 جنوري په شپه ترهه ګرو په پوسته بريد كړے چې په نتيجه كښې يې لس امنيتي اهلكار شهيدان شوي۔د ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر وژلے شوے او ځينې ژوبل شوي او د كليئرنس اپرېشن په مهال درې ترهه ګر نيولې شوي۔په سيمه كښې كليئرنس اپرېشن روان دے۔د آئي اېس پي آر وېنا ده وسله وال ځواكونه د ترهه ګرو خاتمې لپاره قوي عزم لري
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ