اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د عمران خان حكومت به پنځه كاله موده پوره كوي، د پېټروليم مصنوعاتو په بېعه كښې په نړيواله كچه اضافه شوې ده، حكومت پوره هڅې كوي چې اولس ته ريليف وركړے شي، ډاكټر عبدالقدير د وزيراعظم په هدايت مكمل سركاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شوے، د هغه د وصيت له مخې هغه د اېچ اېټ په قبرستان كښې دفن كړے شوے. د اتوار په ورځ د نامتو اټومي سائنسدان ډاكټر عبدالقدير خان كورنۍ سره د غمرازې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د عمران خان حكومت به پنځه كاله موده پوره كوي، د راتلونكو ټاكنو تياري دې وكړې شي، اولس به پرېكړه كوي. ده ووئيل چې د ګرانې اعتراف دے، په ټوله نړۍ كښې د تېلو او خوراكي تېلو په بېعو كښې اضافه شوې ده، په دې قابو موندلو لپاره پوره هڅې كوو. ده ووئيل چې ډاكټر عبدالقديد قومي هيرو و. د وزيراعظم په هدايت پوره سركاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شوے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ډالر په قدر كښې د اضافې په اړه د څلور پنځو لوي اېكسچېنج اېجنسو آډټ كوو، 24 كسان نيول شوي دي. افغانستان ته د ډالر قاچاق كېدو او د افغانستان حالات هم يوه وجه ده. اېف آئي اے ته وئيلي شوي دي چې د دې ټولې معاملې پلټنې وكړي.
د عمران خان حكومت به پنځه كاله موده پوره كوي، د پېټروليم مصنوعاتو په بېعه كښې په نړيواله كچه اضافه شوې ده. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil