اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې ورلډ پاپولېشن ريويو په ټوله نړۍ كښې د استوګنې د اخراجاتو په اړه د كال 2021م خپل كلن رپورټ جاري كړے چې پكښې پاكستان تر ټولو ارزان هېواد ګرځول شوے۔ د 22 كروړه 51 لكه 99 زره 937 آبادۍ سره په پاكستان كښې كاسټ آف ليونګ 18.58 دے٬د 3 كروړه 98 لكه 35 زره 428 آبادۍ سره په افغانستان كښې كاسټ آف ليونګ 24.51 ٬ په هند كښې د يو ارب 39 كروړه 34 لكه 9 زره 38 آبادۍ سره كاسټ آف ليونګ 25.14 دے۔ د اتوار په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل چې په ازبكستان كښې كاسټ آف ليونګ 30.25 په نيپال كښې 30.69 په نائيجېريا كښې 31.75 ٬په ويت نام كښې 38.72 په ملائېشيا كښې 39.46 او په برازيل كښې 42.64 دے۔ ده ووئيل چې د كاسټ آف ليونګ په اړه په ګرانو هېوادونو كښې كيمين آئس لينډ 141.64 ٬ برمنډا 138.22 ٬ سوئټزرلينډ 122.67 او په ناروے كښې كاسټ آف ليونګ 104.49 دے۔ د اطلاعاتو وزير مملكت ووئيل چې نړيوالې ادارې د هر يو هېواد رينټ انډيكس٬ځايې قومي خريد٬كنزويمر پرائس انډيكس او ګروسري انډيكس په نظر كښې ساتلو سره دا رپورټ تيار كړے
ورلډ پاپولېشن ريويو په ټوله نړۍ كښې د استوګنې د اخراجاتو په اړه د كال 2021م خپل كلن رپورټ جاري كړے۔ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج