اسلام آباد 14نومبر (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)د وزيراعظم كسان پیكج منظوري وركړی او د پي اېس او نه علاوه نورو آئل ماركيټنګ كمپنو ته نومبر مياشت لپاره په هائي سپيډ ډيزل د پریمیم اجازه وركړې شوې ۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه٬په غونډه كښې وفاقي وزير خرم دستګير٬وزيرمملكت عائشه غوث پاشا٬د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك٬خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم رابطه كار رانا احسان افضل٬وفاقي سېكرټريز٬د اېف بي آر چيئرمېن او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پېټروليم وزارت لخوا د هائي سپيډ ډيزل/ګيس آئل پريميم په اړه سمري وړاندې كړې شوه ۔غونډې ته ووئيل شول په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ د كارونو او غنمو د كر سيزن په سبب د هائي سپيډ ډيزل په طلب كښې اضافه شوې٬په هېواد كښې د هائي سپيډ ډيزل سمه او دوامداره رسنه باوري كولو لپاره اي سي سي د پي اېس او نه علاوه نورو آئل ماركيټنګ كمپنو ته نومبر مياشت لپاره په هائي سپيډ ډيزل د پریمیم اجازه وركړه خو دا زيات نه زيات 16.75 ډالر بي بي اېل سره مشروط كړی شوې۔په غونډه كښې د توان وزارت لخوا لارج سكيل سولر پي وي سي پروژې لپاره د معياري سېكورټي پېكج ايګريمنټس اجازه هم وركړې شوې٬اي سي سي د متبادل توان بورډ او سي سي پي اے جي ته امپلمنټشین ایګری منټ او انرجي پرچيز ايګريمنټ كښې د مشروط تراميم كولو د منظوري اجازه هم وركړی۔دغسې په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د كسان پیكج د سمرۍ منظوري هم وركړی شوې٬په دې پېكج كښې د زرعي قرضو حجم 1419 اربه روپو نه 1802 اربه روپۍ كول او د ډي اے پي بيعه د 13750 روپو څخه 11250 روپۍ كول شامل دي۔د دې نه علاوه درې لكه ټيوب ويلونه په شمسي توان منتقل كولو لپاره د سود نه بغېر قرضې وركول هم د دې پېكج برخه ده۔اي سي سي د كامياب جوان يوت انټرپرینیورشپ سکیم په نامه د وزيراعظم يوت بزنس او ايګريكلچر لون سكيم په اړه د خزانې وزارت د تجويز منظوري هم وركړې۔د نوې سكيم له مخې وړوې قرضې او زرعي قرضې په دې پروګرام كښې اضافه كړې شوي ۔په غونډه كښې د سټريټجك پلان ډويژن لخوا د هيوي اليكټريكل كمپليكس او سټېټ انجينئرنګ كارپورېشن زمكه د هيوي ميكنيكل كمپليكس او اېچ اېم سي تهري ته د ټرانسفر كولو په اړه سمري هم وړاندې كړې شوې۔غونډې ته وئېل شول چې د اېچ اي سي نجكارۍ لپاره د زمكې پريكړه ضروري ده٬اي سي سي د تفصيلي مشاورت نه پس د هيوي اليكټريكل كمپليكس او سټېټ انجينئرنګ كارپورېشن زمكه اېچ اېم سي او اېچ اېم سي تهري ته د ټرانسفر كولو اجازه وركړې۔په غونډه كشې د قامي روغتيا او خذمات وزارت لخوا د اېشين ډوېلپمنټ بانك مالياتي لوظ نامې پاتې روپۍ كور كولو لپاره د تكنيكي ګرانټ د سمرۍ منظوري هم وركړې۔
اي سي سي د وزيراعظم كسان پیكج منظوري وركړه٬د پي اېس او نه علاوه نورو آئل ماركيټنګ كمپنو ته نومبر مياشت لپاره په هائي سپيډ ډيزل د پریمیم اجازه وركړې شوه
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ