ملتان 12نومبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي كه د كشمير مسئله وي يا د فلسطين ٬ په ټوله نړۍ كښې د اولس غږ په توګه پاكستان بشپړه ترجماني كړې٬چې په سيمه كښې امن وي نو په هېواد كښې به امن وي٬هېواد كښې چې امن وي نو اولس به څوكاله وي٬غريب اولس له وړيا درملنه وركول او اولس له آسانۍ وركول د تحريك انصاف په منشور كښې شامل دي۔د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چا چې زما په درخواست د ملتان وګړو او په خاص توګه د اېن اے 156 وګړو لپاره د 7 اربه 83 كروړه 60 لكه روپو په لګښت د مدر اينډ چائلډ كيئر روغتون جوړولو منظوري وركړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د ملتان ځايې مېرج هال كښې د كارپېټډ سړك جوړولو بنياد تيګې اېښودلو او اېن اے 156 كښې د مدر اينډ چائلډ كيئر روغتون عوامي بريفنګ په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا روغتون به د خوراك محكمې په زمكه جوړولې شي۔دا زمكه د روغتيا محكمې ته منتقل كولو لپاره دوه كاله هلې ځلې شوي او دا به د نړيوال معيار روغتون وي۔د دې روغتون جوړېدو سره به 1190 كسانو ته روزګار ترلاسه شي٬دې سره به نه يوازې د سيمې بلكې د ټول ملتان وګړو ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د ملتان د سيورېج نظام خراب شوے د كوم بدلولو لپاره چې د جاپان خارجه وزير ته ما خواست كړے او هغه د ملتان ښار سيورېج نظام بدلولو لپاره د 73 اربه روپو ګرانټ اينډ اېډ منظوري وركړې٬دا قرض نه دې امدادي ګرانټ دے كوم چې د جاپان حكومت زما په درخواست منظور كړے ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د ملتان ښار او ضلعې اولس له صحت انصاف كارډ وركولو لپاره سروے روانه ده٬د دسمبر تر آخر به هرې يوې كورنۍ ته صحت انصاف كارډ ترلاسه شي۔صحت انصاف كارډ سره به غريبانان وړيا درملنه كولې شي۔ده ووئيل د سيورېج منصوبې ټهينډر شوے ٬ 1 ارب 28 كروړه 22 لكه روپو په لګښت به د سيمې د سيورېج منصوبې بشپړې شي۔ده ووئيل اېن اے 156 كښې د سوئي ګيس نوې منصوبې نه دي پېل شوي ځكه چې د سوئي ګاز كمے دے او چا چې هم نوې منصوبې منظورۍ لپاره لېږلې هغه د التوا سره مخ دي۔ ده ووئېل د دې سيمې د كم پرېشر مسئلې حل كولو لپاره به 24نيم كلوميټره پائپ لائن بدلولے شي۔په دې به 7 كروړه 75 لكه روپۍ لګښت راځي۔ده ووئيل د اېن اے 156 د اولس مننه كوم چا چې ماله عزت راكړے او د چا د عزت او اعتماد په وجه چې زه نه يوازې پاكستان بلكې ټوله نړۍ كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ده ووئيل د سيمې اولس پرمختګ ته پام لرنه كوو۔بهر هېوادونو كښې د سركاري مصروفياتو باوجو زه زيات وخت د سيمې اولس سره تېروم
كه د كشمير مسئله وي يا د فلسطين ٬ په ټوله نړۍ كښې د اولس غږ په توګه پاكستان ترجماني كړې٬ چې په سيمه كښې امن وي نو په هېواد كښې به امن وي٬هېواد كښې چې امن وي نو اولس به څوكاله وي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي مدر اينډ چائلډ كيئر روغتون پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha