اسلام آباد 25جون(اے پی پی)خارجه سېكرټري سهيل محمود سره د امريكې خارجه وزير مرستيال وكټوريا نولينډ د جمعې په ورځ ټېليفوني تماس نيولے ۔د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز چارو خبرې شوي ۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكرټري سهيل محمود ووئيل پاكستان امريكې سره په پراخا بنيادونو اوږد مهاله دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو لپاره عزم لري۔خارجه سېكرټري ووئيل د امن او پرمختګ په اړه د دواړو هېوادونو شريكو مقاصدو ته د ودې وركولو لپاره رابطې ضروري دي۔ د پاكستان لخوا جغرافيائي معيشت ته د پام كولو په مهال خارجه سېكرټري د پاكستان او امريكې ترمينځه اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو كښې د زياتوالي د اهميت پخلے وكړو۔خارجه سېكرټري هغه په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره مناسب ماحول ته د ودې وركولو او په كاروبار كښې آسانۍ ښه كولو لپاره د حكومتي هڅو د پېشرفت څخه هم خبر كړو۔د سيمه ايز صورتحال په اړه خارجه سېكرټري د دې خبرې پخلے وكړو جې په افغانستان كښې د شخړې كوم پوځي حل ممكن نه دے ۔ده د افغان امن عمل لپاره د پاكستان د ملاتړ هم پخلے وكړو۔ دغسې خارجه سېكرټري او نولينډ د شريكې خوښې د ټولو چارو په اړه د نزدې مرستې په برقاره ساتلو ته صلاح شول
پاكستان امريكې سره په پراخا بنيادونو او اوږد مهاله دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو لپاره عزم لري۔ د خارجه سېكرټري سهيل محمود د امريكې خارجه وزير مرستيال وكټوريا نولينډ سره په ټېليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ