لاهور 15مارچ (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په حكومتي او انتظامي چارو كښې د اختيارات غلط كارول د كومې هم ټولنې د تباهۍ سبب جوړېدے شي٬ حكومت د كرپشن خاتمې لپاره ټول وسائل كاروي٬د عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول وي٬قامونه هغه وخت پرمختګ كوي كله چې د هغوي ادارې پخه غېر جانبدارۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬د سسټم ښه والي لپاره به هر يو كس له خپل مثبت كردار ادا كول وي٬د سول سرونټس په توګه ستاسو دروازې د اولس لپاره تل پرانسې پكار دي دغسې چې د هغوي مسئلې حل كړی شي٬ عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول و ي٬حكومت مېرمنو له د حقونو وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سول سروسز اكېډمۍ والټن كښې د 49مه كامن ټريننګ پروګرام پاسنګ آؤټ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔صدر مملكت په 49مه كامن ټريننګ پروګرام كښې پاس شوو افسرانو ته وئېلي دي زه د پاس آؤټ ټولو شوو افسرانو په خاص توګه د هغوي والدين ته مباركي وےكوم چا چې ستاسو تربيت كړے او تاسو يې د دې جوګه كړي ئې چې تاسو په خپل مقصد كښې كامياب شې٬ ده ووئېل د تعليم حقيقت په خپل ځاے تسليم شوے كوم چې په كاميابۍ كښې مرسته كوي خو د تعليم سره سره تاسو ته حقيقي تربيت د خپل كور او د خپل ځاے څخه ترلاسه شوے٬د ژوند په هر دور كښې انسان زده كړه كوي او تل د زده كړې خواهش ساتل پكار دے۔صدر مملكت ووئيل په پاس آؤټ شوو افسرانو كښې مېرمنو ته هم نمائندګي ترلاسه ده۔په دستوره كښې د اسټېبلشمنټ سېكرټري افضل لطيف٬د سول سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل عمر رسول٬د كامن ټريننګ پروګرام ډائرېكټر كامران احمد او نور هم موجود وو۔د دې نه پس صدر ډاكټر عارف علوي د سپورټس او اكېډمك هلو ځلو كښې ځانګړې پوزېشن ترلاسه كوونكو افسرانو ته شيلډز هم وركړل
اختيارات غلط كارول د كومې هم ټولنې د تباهۍ سبب جوړېدے شي٬حكومت د كرپشن خاتمې لپاره ټول وسائل كاروي٬د عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول وي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا