اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په خاص بلنه د اېران د كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي به نن د ګل په ورځ پاكستان ته راځي. د اتوار په ورځ د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې شېخ رشيد احمد ب ه د نورخان په هوائي اډه د معزز مېلمه هركلې كوي. هغه به د خپلې يوې ورځنې دورې په مهال مهمو سركاري چارواكو سره ملاقاتونه كوي. د اېران د كورنيو چارو وزير به وزيراعظم عمران خان سره هم ملاقات كوي. د اېران د كورنيو چارو وزير به خپل پلاوي سره يو د پاكستان د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد سره ملاقات كوي. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په موقع به د پاكستان او اېران د پولې په انتظام او د بنديانو په تبادله خبرې كولې شي.
مضمون کا ماخذ : bolão quina