لاهور 15مارچ (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په حكومتي او انتظامي چارو كښ?? د اختيارات غلط كارول د كومې هم ټولنې د تباهۍ سبب جوړېدے شي٬ حكومت د كرپشن خاتمې لپاره ټول وسائل كاروي٬د عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول وي٬قامونه هغه وخت پرمختګ كوي كله چې د هغوي ادارې پخه غېر جانبدارۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬د سسټم ښه والي لپاره به هر يو كس له خپل مثبت كردار ادا كول وي٬د سول سرونټس په توګه ستاسو دروازې د اولس لپاره تل پرانسې پكار دي دغسې چې د هغوي مسئلې حل كړی شي٬ عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول و ي٬حكومت مېرمنو له د حقونو وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سول سروسز اكېډمۍ والټن كښ?? د 49مه كا??ن ټريننګ پروګرام پاسنګ آؤټ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔صدر مملكت په 49مه كا??ن ټريننګ پروګرام كښ?? پاس شوو افسرانو ته وئېلي دي زه د پاس آؤټ ټولو شوو افسرانو په خاص توګه د هغوي والدين ته مباركي وےكوم چا چې ستاسو تربيت كړے او تاسو يې د دې جوګه كړي ئې چې تاسو په خپل مقصد كښ?? كا??ياب شې٬ ده ووئېل د تعليم حقيقت په خپل ځاے تسليم شوے كوم چې په كا??يابۍ كښ?? مرسته كوي خو د تعليم سره سره تاسو ته حقيقي تربيت د خپل كور او د خپل ځاے څخه ترلاسه شوے٬د ژوند په هر دور كښ?? انسان زده كړه كوي او تل د زده كړې خو??هش ساتل پكار دے۔صدر مملكت ووئيل په پاس آؤټ شوو افسرانو كښ?? مېرمنو ته هم نمائند??ي ترلاسه ده۔په دستوره كښ?? د اسټېبلشمنټ سېكرټري افضل لطيف٬د سول سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل عمر رسول٬د كا??ن ټريننګ پروګرام ډائرېكټر كا??ران احمد او نور هم موجود وو۔د دې نه پس صدر ډاكټر عارف علوي د سپورټس او اكېډمك هلو ځلو كښ?? ځانګړې پوزېشن ترلاسه كوونكو افسرانو ته شيلډز هم وركړل
اختيارات غلط كارول د كومې هم ټولنې د تباهۍ سبب جوړېدے شي٬حكومت د كرپشن خاتمې لپاره ټول وسائل كاروي٬د عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول وي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا