اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي سول ايوې اېشن سېكټر د نړۍ د نورو سول ايوې اېشن ادارو غوندې قوي كول د ستائنې وړ ګامونه دې او زه ب??ور لرم چې د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي به د سباؤن چېلنجونو تر سره كولو او نړيوال سول ايوي اېشن سېكټر كښې خپل مقام ترلاسه كولو كښې برے بيا مومي۔نن د شورو په ورځ د سول ايوي اېشن نړيوالې ورځې پھ موقع خپل پیغام كښې ده ووئيل ايوي اېشن اتهارټي د ټرانسپورټ جديدو او محفوظو زريعو له مهم كردار او ګڼو وګړو له د روزګار موقعې وركولو سره د تجارت آسانيو لپاره معيشت كښې د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي د قامي او نړيوالو ذمه وارو څخه خبر ده او د دې معيار لا ښه كولو له هڅې كوي۔ده ووئيل د ايوي اېشن په نړۍ كښې پاكستان يو مهم هېواد دے او زياتره نړيوال آپرېټرز د پاكستان په فضائي حدونو د خپل كيئريرز آپرېشن په مهال د پاكستان پھ سول ايوي اېشن اتهارټي ان??صا?? كوي۔ده ووئيل د پاكستان ايئر لائن آپرېټرز او كارونكو له ښه ايئر نيوي ګېشن او د هوائي مېدانونو آسانۍ وركوي۔اولس مشر د دې ورځ په موقع د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي ډائرېكټر جنرل او عملې له مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې دا قامي اداره به سباؤن كښې لا پرمختګ وكړي۔ده د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي جديدولو لپاره د خپلو نيكو هيلو څرګندونه وكړه دغسې چې د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې كردار ترسره كړې شي
د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي لخوا سول ايوې اېشن سېكټر د نړۍ د نورو سول ايوې اېشن ادارو غوندې قوي كول د ستائنې دے
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو