مظفر آباد 29 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت په ورځ په ګولو د لګېدلي بس څارنه كړې ده په كوم كښې چې 9 مسافر شهيدان شوې وٶ٬ هندي ځواكونو دا بس د نومبر په 23مه نيټه ??ه لائن آف كنټرول ويشتې ؤه۔ هندي پوځ دهودنيال سره نزدې په نيلم وادۍ كښې د مسافرو بس ويشتې ؤ چې پكښې 9 مسافر ژوبل شوې وو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر او اولس مشر مسعود خان سره د بس ډارئيور سره هم ليده كاته وكړل ٬ پاكستان د دغې بريد په ضد سخت احتجاج كړے او د هند دوهم هائي كمشنير جے پي سنګه ئې خارجه دفتر ته رابللې ٶ او ورته ئې د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ په ضد احتجاجي مراسله وركړې وه ۔ هندي پوځ قصداً د عامو وګړو بس په نخښه كرے په كوم كښې چې 9 بې ګناه وګړي شهيدان او 9 ژوبل شوي وو۔ پاکستان وئيلي دي په ودانيو٬ كليو ښارونو ٬ اېمبولېس او په سوېلين ټرانسپورټ ډزې كول د افسوس وړ او د بشري ??قو??و په ضد كار دے ۔ هندي پوځ يو اېمبولينس هم په نښه كړې ٶ او دا پېښه د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ پاکستان هند ته څو ځله وئيلي دي چې ھغه د كال 2003 د ډز بندۍ د تفاهم احترام وكړي او ??ه لائن آف كنټرول كلي او ښارونه په نخښه كولو نه ډډه وكړي
وزیراعظم محمد نواز شریف په ګولو د لګېدلي بس څارنه وكړه
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا