اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د داخله وزير چوهدري نثار ??لي خان په هدايت اېف آئي اے د بشري اعضاﺀ غېر قانوني پېوندكارۍ كښې د ككړ عن??صر په ضد فعال كاروائي كولو سره د درې ډاكټرانو او سهولت كارو په شمول 16 كسان نيولي دي۔ دا خبره د شورؤ په ورځ د داخله وزير په مشرۍ كښې په شوې د اعلی كچې په يوه غونډه كښې وشوه۔ غونډه كښې داخله سېكتر ٬ اېډوكېټ جنرل اېف آئي اے ٬ د اېف آئي اے زونل ډائرېكټر او د داخله وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د اشتهاري تورنو د نيولو په اړه ووئيلې شو چې كله څخه د چوهدري نثار ??لي خان په هدايت د اشتهاريانو په ضد مهم پېل كړے شوے تر دې دمه پنجاب څخه 358، سندھ څخه 17، خېبرپختونخوا څخه 70، بلوچستان څخه12 او اسلام آباد څخه 119 اشتهاری ملزمان نيولي شوي دي۔ داخله وزير اېف آئي اے ته د اشتهاري ملزمانو نيولو هڅو كښې د لا تندي كولو هدايت وكړي۔ داخله وزير نادرا او اېف آئي اے ته يوه اونۍ كښې بشري قاچاق كښې د ككړو اشتهاريانو په نامو د مشتمل ریډ بک ډیجیټلائزیشن مکمل كولو هدايت وكړو۔ داخله وزير اېف آئي اے ته دا هم هدايت وكړو چې هغه د بېلو ستونزو او جرمونو په اړه بشپړه تګلار وضعه كړي دغسې چې هغه كابينې ته وړاندې كړې شي۔ د اېف آئی اے چارواكو داخله وزير ته په بېنظير انټرنېشنل ایئرپورټ د درې افغان مېرمنو ګرفتارۍ په اړه هم ووئيل كومې چې ج??لي كاغذونو د پي آئي اے افسرانو په سلا برطانيې ته روانې وې۔ غونډې ته ووئيلې شو چې مركزي كردار د پي آئی اے اهلكار اسرار احمد نيولې شوې۔ اېف آئي اے په دې پېښه كښې ككړ بشري قاچاقبر الطاف حسېن پ?? ګوته كړې او دده شناختي كارډ ئې بلاك كړې او پاسپورټ ئې په پاسپورټ كنټرول لسټ كښې اچولې۔ دده نيولو له هڅې روان دي۔ د اېف آئی اے چارواكو داخله وزير ته په خانانی اېنډ کالیا کېس كښې د پېشرفت په اړه هم بر??فېنګ وركړو۔ دغسې د اېف آئي اے چارواكو داخله وزير ته د مېچ فكسنګ معاملې په اړه هم بر??فېنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د داخله وزير چوهدري نثار ??لي خان په هدايت د پټرولیم لیوی وصولۍ له مهم پېل كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې 2 ارب 58کروړ 68لکهھ85 زره 636 روپۍ ترلاسه كړې شوي دي۔ او هيله ده چې نورې وصولۍ به هم وشي۔ داخله وزير په دې مهم كښې په پېش رفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ غونډه كښې داخله وزير د اېف آئي اے ډي جي محمد عمليش د اوږدې مودې پياوړي خذمات وستائل۔
اېف آئي اے د بشري اعضاﺀ په غېر قانوني پېوندكارۍ كښې ككړ د 3 ډاكټرانو او سهولت كارو په شمول 16 كسان نيولي دي
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت