اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي موجوده حكومت سوداګرې ورورولۍ ته سازګار او د دوستانه ماحول وركوي او د هغوي باور زياتولو لپاره كوټلې اقدامات كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن(پي ټي اي اے)پلاوي سره د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔د خزانې او محصولات وزيرمملكت ډاكټر عائشه پاشا٬د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينيټر رانا احسن افضل٬د پي ټي اي اے چيئرمېن شائق جاوېد٬د پي ټي اي اے پيټرن ان چيف خرم مختار٬د پي ټي اي اے سېكرټري عزيز الله ګوهير٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د سټېټ بېنك لنډ مهاله ګورنر او د فنانس ډويژن سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔پلاوي وفاقي وزير ته د انكم ټېكس٬سيلز ټېكس ريفنډز٬موخرادائيګۍ او شرح تبادله په اړه دې څانګې ته رامخې ته شوو مسئلو او چېلنجونو څخه خبر كړو۔دوي حكومت ته د دې مسئلو حل لپاره د مرستې خواست وكړو۔د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې موجوده حكومت سوداګرې ورورولۍ ته سازګار او دوستانه ماحول وركوي او پلاوي له يې باور وركړو چې د هغوي باور زياتولو لپاره به كوټلې اقدامات كولې شي۔د خزانې وزير اړوندو چارواكو ته د هغوي تحفظات لرې كولو لپاره د ضروري اقدامات كولو هدايت وكړو۔دغسې پلاوي مرسته او مسئلې په مثبت انداز كښې په حل كولو د خزانې وزير مننه وكړه
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن غونډه
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔