جن??وا 09 جنوری (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د هېواد زياتره برخې د طوفاني بارانونو او سېلاب په سبب بدتره تباهۍ سره مخ شوي او په هېواد كښې د سېلاب په بحالۍ راتلونكې اخراجات سږ كال جون كښې د 3 اربه ډالرو نه زياتېدے شي۔د ګل په ورځ په جن??وا كښې د پاكستان حكومت او د ملګرو ملتونو په كوربتوب كښې د موسمياتي بدلونونو په موضوع نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل پاكستان د بنيادي ډه??نچ?? او فصلونو زيان په سبب زيات معاشي زيان سره مخ شوے چې پكښې په جي ډي پي كښې د غربت لوړه كچه٬د ماحولياتي نظام تنزلي٬د ماحوليات د آب و هوا تنزلي٬په ملازمتونو كښې كمے او خلل او د مېرمنو او جينكو صنفي تشدد او د ماشومانو د ودونو هم خطر دے۔د يادونې وړ ده تېر كال اكتوبر كښې پوسټ ډیمیج نیډز اسسمنټ (پی ډی این اے)د پاكستان حكومت او د نړيوالو پرمختيائي شراكتدارو پشمول ورلډ بانك٬اېشين ډوېلپمنټ بانك٬اروپائي ائتلاف٬د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو په شريكه كړے ؤ چې پكښې د دې آفت د مجموعي لګښت اندازه 30.1 بلين ډالر لګولې شوې وه۔ ده ووئېل په دې ??ښې بنيادي ډه??نچ?? ته رسېدلي زيان كښې 14.9 بلين ډالر او اقتصادي زيان كښې 15.2 بلين ډالر شامل دي۔د بحالۍ او تعمير نو لپاره لږ تر لږه د ضروريات اندازه 16.3 بلين ډالر لګولې شوې وه۔په دې ??وقع وفاقي وزير ووئيل ټول 16.3 بلين ډالره كښې به د پاكستان حكومت 50 فيصده د خپلو وسائلو څخه خرڅ كوي ٬ هغه نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې د راتلونكو دريو كلونو په مهال پاكستان سره د 8 بلين ډالره مرسته وكړي دغسې چې پاكستان خپل تباه شوے انفراسټركچر د لږ نه لږ وخت كښې بيا جوړ كړي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان معيشت د وړاندې ??ه د سختو ستونزو ښكار دے۔سېلاب په لويه پېمانه اثرات مرتب كړي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په دې ??ېوادونو كښې تر ټولو زيات ځپلے شوے كوم چې تېر كال د موسمياتي بدلونونو په نتيجه كښې تباهۍ سره مخ شوے۔په دې ??ښې د بنيادي ډه??نچ?? زيان كښې نزدې 13000 كلوميټر سړكونه٬ 400 پلونه٬ او ځينې بندونه٬ او 25000 څخه زيات سكولونه او 1500 د صحت تباه شوې آسانۍ هم شاملې دي۔
پاكستان كښې د سېلاب په بحالۍ خرڅونه سږ كال جون كښې د 3 اربه ډالرو نه زياتېدے شي۔د پروفيسر احسن اقبال نړيوال كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ