لاهور۔11 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په علماﺀ كرامو زور راوړے چې ټولنه كښې يو والي ٬ د بشپړې همغږي ودې او د حقيقي اسلامي تعليماتو په ضد د بې بنسټه پروپېګنډې د منځھ وړولو له خپل فعال كردار ترسره كړي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او علماﺀ كرام به ټولنه كښې د انتشار خپرولو ټولې هڅې ناكامه كولو له په ګډه هڅې كوي او د خپلو شري??و هڅو د لارې به هېواد د امن مركز جوړ كړي او دا به مستحكم كړي۔ وزيراعظم د خالي په ورځ د دار العلوم جامعه نعيميه د سېوري لاندې يو سيمينار ته خطاب كولو۔ ده په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې په ټوله نړۍ كښې اسلامي تعليمات د خپل حقيقي روح ترمخه وړاندې كړې شوي نه دي۔ ولې بياهم علماﺀ كرامو د منبر او محراب د لارې د بېلو چېلنجونو مقابله كولو او د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړې۔ وزیراعظم ووئيل په كال 2013ء كښې چې پاكستان مسلم ليګ (ن) ته اولس د حكومت كولو مېنډېټ وركړو نو لوئے مقصد د اولس د ژوند ساتنه كول او هېواد كښې امن راوستل وو۔وزيراعظم ووئيل د پوځ او پوليس ځلمو په مړانه ددې چېلنج مقابله وكړه او اولس هم د ترهه ګرۍ لعن?? په ضد د يو والي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د نړۍ په مقابله كښې د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لوئے جنګ كړے او د ترهګرو ملا مو ماته كړې۔ هېواد كښې چې كوم پاتې د?? هغوي به هم خپل انجام سره مخامخ كوؤ۔ ده ووئيل په دې هڅو كښې د علماﺀ كردار تر ټولو زيات مهم دے۔
علماﺀ كرام دې ټولنه كښې يو والي ٬ د بشپړې همغږۍ ودې او د حقيقي اسلامي تعليماتو په ضد د بې بنسټه پروپېګنډې د منځھ وړولو له خپل فعال كردار ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر