اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي بلوچستان د زمكې په اعتبار تر ټولو لويه صوبه ده بايد په يوه ضلع كښې د قامي اسمبلۍ يوه چوكۍ خو وي٬د 342 په ايوان كښې د بلوچستان د غړو شمېره يوازې 17 ده۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په انتخابي بل 2017 بحث كښې وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل په ايوان كښې په 342 غړو كښې د بلوچستان څخه د غړو شمېره 17 ده٬ 14 نيغ په نيغه ټاكلې كېږي٬د زمكې په اعتبار د بلوچستان وړومبې لمبر دے٬ ده ووئېل د بلوچستان د قامې اسملۍ حلقې دومره لويې دي چې يو كانديد په ټوله حلقه ګښې كمپائن نه شي چلولې٬په خپله سيمه كښې ماته كمپائن لپاره 5 زره كلوميټره سفر كول وي٬زه خواست كوم چې د دې مسئلې حل دې ولټولې شي
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم