اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د كيپټل ماركيټ مشاورتي كونسل جوړولو مقصد د محدود وسائل لرونكي سرمايه كارو كېپټل ماركيټس پلو راغب كول دي چې ورسره به اقتصادي شرح نمو او د پرمختګ عمل كښې تندي رامخې ته شي۔ په كېپټل ماركيټس كښې اصلاحات به د ټولو اړوند ډلو بشپره مشاورت سره معارفي كولې شي۔۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د كېپټل ماركيټ مشاورتي كونسل د وړومبۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ كېپټل ماركيټ مشاورتي كونسل د كېپټل ماركيټ ډوېلپمنټ پلان له مخې په كال 2020 كښې جوړ كړې شوې وو۔ په غونډه كښې د خزانې سېكتر ووئيل د كونسل جوړولو مقصد په هېواد كښې په كېپټل ماركيټس كښې اصلاحات معارفي كول دي۔ په دې موقع د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل د كونسل جوړولو ضرورت د اوږدې مودې راهسې محسوسېدو ځكه چې د كېپټل ماركيټس په رسك شئيرنګ كښې بهتري راوستې شي او د دې استعداد او په كاركردګۍ كښې بهترۍ سره سرمايه حقيقي معيشت لپاره مختص كېدې شي۔ ده ووئيل د كونسل جوړولو يو بل مقصد سرمايه كار په خاص توګه محدود وسائل لرونكي سرمايه كار راغب كول دي٬ دې سره داسې سرمايه كار په كېپټل ماركيټس كښې خپل محدود وسائلو سره دا زيات پېدواري جوړولې شي ۔ ده ووئيل د كېپټل ماركيټ مشاورتي كونسل ټرمز آف ريفرنس آسان نفاذ لپاره د رابطه كمېټي جوړولو او په دې كښې اېس اي سي پي٬ سټېټ بېنك٬ پاكستان بېنكنګ كونسل٬ كمرشل ماركيټس٬ ليګل كونسل او د اسلامي بېنكارۍ د نمائندګانو شاملولو امر كړې دغسې چې د ټولو اړوند ډلو لخوا جامع رائے ترلاسه كول ممكن كړے شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې اي سي سي به د كمېټۍ سېكټرېټ وي او
په كېپټل ماركيټس كښې اصلاحات به د ټولو اړوند ډلو بشپړه مشاورت سره معارفي كولې شي۔ د خزانې وزير شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین