اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر د پرمختګ كونكو هېوادونو او ډي اېټ ترمينځه اقتصادي مرستې ته ودې وركولو لپاره نجي سېكټر له د مشاورت آسانيو په ضرورت زور راوړے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د ډي اېټ خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته هائبرډ فارمېټ كښې د وېنا كولو په مهال وكړه۔دې د آسان قانوني فريم ورك د لارې تجارت لپاره د سازګار ماحول راپېدا كولو او د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره په مساوي موقعو زور راوړو۔حنا رباني كهر ووئيل جيو اكنامكس ته د پاكستان په وژن كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ٬روابط او پرمختګ ته مركزيت ترلاسه دے۔وزير مملكت ووئيل د مرستې او شراكتدارۍ د لارې ډي اېټ هېوادونه خپل حقيقي اقتصادي صلاحيت پیژني۔په دې مهال د بنګله دېش خارجه وزير د وزارتي كونسل غونډې مشري كوله۔د تركيې او ايران خارجه وزيرانو او د نائيجېريا وزيرمملكت نه علاوه د مصر٬انډونېزيا او ملائېشيا اعلٰی چارواكو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔وزيرانو ډي اېټ سېكرټرېټ لپاره د مالي او بشري وسائلو زياتولو په ضرورت اتفاق وكړو۔په غونډه كښې د جمهوريه آذربائيجان د ډي اېټ غړي جوړېدو د خواهش ستائنه وشوه ۔وزيرانو سږ كال اكتوبر كښې د ډي اېټ كمېشن خاص غونډې كولو ته هم اتفاق وكړه دغسې چې په ډي اېټ كښې د نوو غړو هېوادونو د الحاق معيار له حتمي سفارشات وړاندې كړے شي
د پرمختګ كونكو هېوادونو او ډي اېټ ترمينځه اقتصادي مرستې ته ودې وركولو لپاره نجي سېكټر له د مشاورت آسانيو وركولو ضرورت دے۔حنا رباني كهر
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم