اسلام آباد 19 نومبر(اے پي پي) سېنېټ د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز تحفظ بل 2021م منظور كړے. د جمعې په ورځ د سېنېټ پ?? غونډه كښې د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان په دې لړ كښې تحريك وړاندې كړو چې په حق كښې ئې 35 او په مخالفت كښې ئې 29 رائې رامخې ته شوې ?? دغسې ايوان د تحريك منظوري وركړه. د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن بل منظورې لپار?? غونډې ته وړاندې كړو او ايوان ئې منظوري وركړه. د بل له مخې د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز تحفظ لپاره به آزاد كميشن كښې د پاكستان بار ك??نسل، پي اېف يو جے، نېشنل پرېس كلب، پي آر دے، د بشري حقونو وزارت او د اطلاعات او خپرونو وزارت استازي شامل وي. وفاقي حكومت به د كميشن چيئر پرسن دوه كاله مودې لپاره ټاكي. په كميشن كښې به لږ تر لړه درې مېرمنې غړې هم شاملې وي.
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن