سرینګر۔26جنوری(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي نن د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته دا خبره په ګوته كړي چې د هند لخوا د كشميريانو د خپلواكۍ له حق څخه پرله پسې انكار د دې د يو جمهوري هېواد كېدو ادعا نفي كوي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د تورې ورځې لمانځلو كال د كل جماعتي حريت كنفرنس په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ ٬ میرواعظ عمر فاروق، شبیر احمد شاہ او جموں و کشمیر لبرېشن فرنټ وركړې دې او نورو حريت لارښودو ددې ملاتړ كړې دې۔ په مقبوضه جموں وكشمير كښې نن كشميريان سول كرفيو نافذ كوي او قابض انتظاميې انټرنېټ سروس معطل كړې دې۔ كشميريان او دوئي سره خواخوږي لرونكي د نړيوالې ورورلۍ پام په مقبوضه كشمير كښې هندي رياستي ترهګرۍ پلو ګرځولو له په نړيوالو پلازمينو كښې لاريونونه وباسي۔ بلخوا هندي قابض انتظاميې ټوله وادي او جموں سيمه كښې د كرفيو په ډول بندېزونه لګولې دي۔ د 26 جنورۍ دستورو مركزي ځايونه په خاص توګه کرکټ سټېډیم سونہ وار سرینګر او مولانا آزاد سټېډیم جموں د ګڼ شمېر هندي عسكرو د لارې محاصره كړې شوي دي۔ دغسې ډرونز او سی سی ټی وی کېمرې كارولې شي۔ په دې موقعه هند د لاريونونو مخنيوي له بېلو سيمو كښې نوې بېنكرز جوړ كړې او خنډان ودرولې دي۔ دې نه ځانله هندي ځواكونو په كورونو كښې د لټون عمليات هم پېل كړې دي
كشميري وګړي نن د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي٬
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل