اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د پېښور بشیر آباد سيمه كښې د مائن په چاؤدنه كښې د اېف سی 3 اهلکار شهیدان او 3 ژوبل شوې دي۔اېس اېس پی اعجاز احمد له مخې د نهې په ورځ د پېښور بشیر آباد سيمه كښې د سړك په غاړه پھ ځائې كړې شوے مائن هغه مهال وچاؤديدو كله چې د اېف سی ګاړې هلته څخه تېريدو۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې 3 اهلکار په ټكي شهيدان شوې او درې ژوبل شوې دي۔ ریسکیو له مخې مړه او ژوبل كسان سی ایم ایچ روغتون ته رسولې شوي۔ امنيتي اهلکارو سيمه ولقه كښې اخستلو سره پلټنې پيل كړي۔
مضمون کا ماخذ : números quina hoje