اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند لخ??ا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو هره ورځ ظلم او تشدد كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې شي۔ د ات??ار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښې د هند پوځ دومره ړوند شوے چې يو خ??ا د دولس او ديارلس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خ??ا د مقبوضه كشمير مشران او مېرمنې هم د هندي ظلم او تشدد نه بچ نه دي۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هندي حكومت د بې بنسټه تورونو له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې ?? پاكستان حكومت او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وړوڼو ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفا??تي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔
وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو