اسلام آباد۔3اپرېل (اے پی پی) د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د وېډيو لنك د لارې د اېن سي او سي غونډه وشوه۔ غونډه كښې فورم ته ووئيلې شؤ چې د كورونا وائرس مخ په زياتېدونكي كېسونه نظر كښې نيولو سره سوات او پېښور ته د آكسيجن سهولت لرونكي نور 594 بېډز وركړې شوي دي۔ فورم كورونا لپاره د خاص كړې شويو وېكسينېشن مركزونو ته د 65 كلونو او دې نه د زياتو كلونو وګړو ته د وېكسينېشن آسانۍ وركولو هدايت جاري كړل۔ فورم ته ووئيلې شؤ چې د کنسائنو وېکسین (يو خوراک) به د ګل په ورځ د اپرېل 5 مې نېټې نه ټولو صوبو كښې پېل كړې شي۔ فورم د كورونا اېس او پيز خلاف ورزيو مخنيوي له د مانيټرنګ تګلارې لا مضوبطولو پرېكړه هم وكړه۔ په ضلعي كچه كورونا وېكسينېشن له د كال سېنټر په جوړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او ټولو رجسټرډ مشرانو وګړو ته د كورونا نه د بچ كېدو حوالې سره د وېكسين لګولو په حاجت زور راوړلے شو
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د وېډيو لنك د لارې د اېن سي او سي غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد