اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ د پاكستان حكومت او كويت شريكه پروژه ده د كومې چې د معيشت په بېلو څانګو او صنعتي هلو ځلو ته وده وركولو كښې د ستائنې وړ كردار دے۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن محمد اے اېم الفاريس سره په ملاقات كښې كړې۔ډلو د پاكستان او كويت ترمينځه د ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه په موجوده مضبوطو اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير د كووېډ 19 په سبب د پاكستان معيشت ته د رامخې ته شوو معاشي ستونزو او په دې اړه معاشي پرمختګ او نمو باوري كولو لپاره د حكومت لخوا په شوو اقداماتو رڼا واچوله ٬ ده ووئېل دې اقداماتو سره د هېواد په مجموعي معاشي منظر نامه كښې ښه والے راغلے۔د خزانې وزير د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ سرمايه كارۍ او ترقياتي بينكنګ هلې ځلې وستائلې۔ د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن په دې موقع ووئيل كويت پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔په ملاقات كښې ډلو د سرمايه كارۍ٬تجارت او كاروبار پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو ته اتفاق وكړو ۔د خزانې وزير د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن د خېرسګالۍ او په مرسته د هغه مننه كړه او هيله يې څرګنده كړه چې په سباؤن كښې به هم د پاكستان او كويت ترمينځه اړيكې لا وده ومومي
د خزانې وفاقي وزير شوك ترين د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا