اسلام آباد۔6جون(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په بنګله دېش كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ په خپل ټويت كښې ده ووئيل په بنګله دېش كښې د اور لګېدو په پېښه كښې په شوي زيان راته زيات خفګان رسېدلې دې۔ ده ووئيل زه د د بنګله دېش اولس سره د زړه د كومي نه خواخوږي ښكاره كوم او په دې سخت وخت كښې مونږ د بنګله دېش حكومت او اولس سره سم ولاړ يؤ۔
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا