كراچۍ 08 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د هېواد معیشت كښې د ښه والي صورتحال په سوب سټاك ماركیټ كښې د تندۍ رجحان دے كوم چې دا مهال د تاريخ په لوړه كچه دے، آئی ایم ایف سره په سټینډبائی لوظنامه كولو د سرمایه كارو باور بحال شوے، داسې معاشي استحكام لپاره تيار يوو د كومو د ميوو څخه چې ټولي طبقې مستفیدې شي، وفاقی حكومت د معیشت ښه والي له سرمایه كارو له آسانۍ وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاكستان سټاك ایكسچینج كښې د هېواد معاشی پرمختګ او اقتصادي لچك په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د خزاني نګرانه وزيره ډاكټر شمشاد اختر او د خزاني وزارت ، سټاك ماركیټ ، سكیورټیزاینډ ایكسچینج كمېشن آف پاكستان او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ نګران وزیراعظم ووئيل د هېواد په معیشت كښې سټاك ماركیټ په زړه پورې كردار لري۔ وزیراعظم ووئيل د حكومت سكیورټیز آكشنز ، د سرمایه كارو باور زياتولو ، قرضو ترلاسه كيدو كښې آسانۍ او سپېځلتياﺀ ته ودې وركولو له ګا??ون?? پورته كوو۔ ده ووئېل د سټاك ایكسچینج د لارې د سرمایه كارو د اړخه د حكومتی اجاره سكوك وړومبې پرائمری آكشن كښې د ګډون هركلے كوو۔ده ووئيل د ریټیل سرمایه كارو په خاص ??وګ?? ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئ??ل سټاك بروكر ایسوسی ایشن ، اېس اي سي پي او ماركیټ كښې سرمایه كارۍ كوونكو پرائمری ماركیټ آكشن ته وده وركول اجتماعی ذمه واري ده۔ وزیراعظم ووئيل سټاك ماركیټ سره كاروباری هلو ځلو له مرسته ترلاسه كېږي۔پرمختګ او سوكالۍ پلو مخ په وړاندې تللو له موقعې ترلاسه كېږي۔ ده ووئ??ل سږ كال زمونږ معیشت د بيلو چیلنجونو س??ه مخ دے او حكومت ډھانچه جاتي او مائیكرو اقتصادي مسئلو حل كولو له ګا??ون?? پورته كړي ۔په دې لړ كښې معیشت بيا په خپله لاره روانولو له د ټولو اړوندو ډلو مرسته ستائيو د كومې سره چې د ډالر بيعه لاندې راتللو له مرسته تر لاسه كېږي كوم چې په 5 ستمبر 307 روپۍ ته رسيدلے ؤ او نن دغه په انټر بینك كښې په 284 روپۍ دے ، وزيراعظم ووئېل دې سره د افراط زر شرح كښې هم كمے شراغلے۔ وزیراعظم ووئيل د حكومت آئي ایم ایف سره په سټینډ بائی لوظنامه د سرمایه كارو باور بحال شوے۔ده ووئيل د حكومت دې مثبت اقداماتو س??ه په هېواد كښې سازګاره كاروباري هلو ځلو له ښه ماحول راپیدا شوے۔د هېواد معیشت د ښه صورتحال په سوب سټاك ماركیټ كشې د تندۍ رجحان دے كوم چې دا مهال د هېواد د تاريخ په لوړه كچه دے۔ وزیراعظم ووئيل وفاقی حكومت د كوټلي اقتصادی پرمختګ او معیشت ښه والي او كیپټل ماركیټ ودې لپاره سرمایه كارو له آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د يو داسې معاشي استحكام لپاره چمتو يو د كومو د ميوو څخه چې ټولې طبقې مستفید شي۔دې نه پس وزیراعظم د رسمی ټلۍ په غږولو سټاك ماركیټ كښې كاروباری هلي ځلي پيل كړې ۔دغسې دستورې ته د خزاني نګران وفاقی وزیري ډاكټر شمشاد اختر هم خطاب وكړو
د معیشت د ښه صورتحال په سوب سټاك ماركیټ كښې د تندۍ رجحان دے ۔نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ