اسلام آباد 17 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي اولس ته د درملنې او د ارزانو د??روګانو وركول د رياست او ټولنې بنيادي زمه واري ده٬په دې لړ كښې د ډاكټرانو ٬داروګانو جوړونكو او د ريګوليټري ادارو ترمينځه نزدې مرسته ضروري ده ۔په دې لړ كښې به اړوندو ادارو ته د ايوان صدر مرسته ترلاسه وي۔ده دا خبرې د وفاقي محتسب د داروګانو كمېټۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړی چا چې د وفاقي محتسب سلمان فاروقي په مشرۍ كښې اولس مشر سره ايوان صدر كښې ليدل۔په دې موقع اولس مشر ته راپور هم وړندې كړی شو۔پھ دې مهال د كمېټۍ پخوانې سرجن د پاك پوځ لېفټيننټ جنرال(ر)محمود احمد اختر هم موجود ؤ۔اولس مشر د داروګانو كمېټۍ راپور ستائېلو سره ووئيل اولس ته د درملنې او د ارزانو د??روګانو وركول د رياست او ټولنې بنيادي فريضه ده٬په دې اړه د ډاكټرانو٬داروګانو جوړونكو او د ريګوليټري ادارو ترمينځه نزدې مرسته ضروري ده۔اولس مشر سپارښتنه وكړه چې اړوندې ادارې دې د ارزانو د??روګانو وركولو لپاره د وفاقي محتسب د راپور جاج واخلي او پھ دې عملدرآمد له دې تجاويز وركړي۔ده ووئيل د داروګانو جوړونكو د?? بنيادي ذمه واري ده چې د دې تګلارې ترمخه داروګان جوړ كړي چې ورسره د داروګانو بيعه كمه وي دغسې چې اولس ته د درملنې ټولې آسانۍ ورسولې شي
په دې لړ كښې د ډاكټرانو٬داروګانو جوړونكو او د ريګوليټري ادارو ترمينځه مرسته ضروري ده
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ