اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) نېشنل ټیسټنګ سروس آف پاکستان (اېن ټی اېس) د خیبرایجنسۍ د زدكونكو حاجتونو پوره كولو په بنیاد د وظيفو وركولو لپاره يو کروړ روپۍ بيلې كړي۔ په دې لړ كښې د اېن ټی اېس او خادم الخلق فاؤنډېشن ترمينځه د مفاهم په يادښت لاس ليك وشو۔ خادم الخلق يو سماجی تنظیم دے كوم چې دا مهال خېبرایجنسۍ كښې د 7م نه 12م جماعت زدكونكو له تعلیم لپاره معاونت کوي، د مفاهم په يادښت د لاس ليك دستورې ته په خپل خطاب ??ښې د اېن ټی اېس چیف ایګزیکټو آفیسر ډاکټر شیرزادہ خان ووئيل په دې روپو كښې به ټیوشن فېس، وظیفه او د زدكونكو خرڅونه شامل وي۔ ده ووئيل اېن ټی اېس تر اوسه د حاجتونو په بنیاد د وظيفې پروګرام ??رم??ه په تعلیمی وظيفو 17کروړه روپۍ خرڅ كړي او تعلیمی څانګه كښې اېن ټی اېس خپل تعمیری کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د سکالر سپس جاری کولو مقصد بې وسه او مستحق زدكونكو له اسانۍ وركول دي۔ د قامی اسم??لۍ غړي شاہ جی ګل آفریدی ووئيل اېن ټی اېس ميرټ باوري كوي۔ ده د خېبرایجنسۍ زدكونكو لپاره تعلیمی وظيفو وركولو په په اړه په هڅو كولو د اېن ټي اېس مننه كړه۔
اېن ټی اېس د خیبرایجنسۍ د زدكونكو حاجتونو پوره كولو په بنیاد د وظيفو وركولو لپاره يو کروړ روپۍ بيلې كړي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔