پېنډې 20 فروري (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 ترهګر وژل شوي دي او يو سپاهي شهيد شوے دے، د عملياتو په مهال وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې شوي دي. د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې كوئټه سره تعلق لرونكې 28 كلن سپاهي شبير شهادت ترلاسه كړے. په عملياتو كښې په وژل شويو ترهګرو كښې عبدالرحمان، وحيدالله، حبيب نواز عرف شكيل او محمد الله شامل دي، د وژل شوي پنځم ترهګر د شناخت عمل روان دے. وژل شوي ترهګر په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو. دې ترهګرو د هدفي وژنو او تاوان لپاره د تښتونې پشان وارداتونه هم كول. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې وئيلي دي چې پاك پوځ د ترهګرې لعنت خاتمې لپاره پوخ عزم لري، د بهادرو ځوانانو قربانې زمونږ عزائمو ته لا قوت وربخښي.
په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 ترهګر وژل شوي، يو سپاهي شهيد شوے. آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : sorteios quina