پاكستان او نړيوال بانك د 1.336 اربه ډالرو د ماليت 7 پراجيكټ لوظنامي لاس ليك كړې
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) پاكستان او نړيوال بانك د 1.336 اربه ډالرو 7 پراجيكټ لوظنامې لاس ليك كړې دي چې پكښې د نړيوال بانك د اړخه 12 كروړه د 80 لكه ډالرو د ګرانټ مرسته هم شامله ده۔ په لوظنامو د لاس ليك دستوره د جمعې په ورځ د اقتصادي چارو په وزارت كښې وشوه. د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او پاكستان كښې د نړيوال بانك كنټري ډائريكټر ناجي بن حسائن هم په دې موقع موجود وو۔ د نړيوال بانك معاونت پاكستان كښې د حكومت د اړخه سماجي تحفظ،قدرتي آفات او ماحولياتي خطرو انتظام وانصرام، د بنيادي ډھانچې ښه والي ، زراعت او غذائي تحفظ، انساني سرمايه پرمختګ او اسلوب حكمراني كښې د ښه والي څانګو كښې پيل كړې شويو اقدامات لپاره استعمالولې شي۔ وفاقي وزير مخدوم خسروبختيار په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو كښې د پاكستان حكومت سره پرله پسي په مرسته پاكستان كښې د نړيوال بانك د كنټري انتظاميې مننه كوي۔ ده ووئيل د نړيوال بانك په مرسته د پاكستاني حكومت د اړخه پيل شوے د اصلاحات پروگرام او اقدامات د نړيوال مالياتي ادارو او پرمختيائي شراكت دارو د باور څرګندونه ده. ده ووئيل د پاكستان حكومت د صوبو د پرمختګ ضرورت لپاره مالي مرستي كولو له لوظي دے۔
پاكستان او نړيوال بانك د 1.336 اربه ډالرو د ماليت 7 پراجيكټ لوظنامي لاس ليك كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی