حېدر آباد۔27 مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه ??عد رفيق وئيلي دي نن پاكستان بدلېږي خو د سندھ د اولس ژوند بدل نه شو۔ د پروېز مشرف آمریت او د زرداریانو حكومت سندھ كھنډر كړے۔ اوس ببر شېر مېدان ته راغلې۔ مونږ به سندھ ته متبادل قيادت وركوؤ۔ د كال 2018ء ټول ټاكنو نه وروستو به سندھ كښې حكومت جوړوو۔ د كمېشن او كرپشن خبرې كوؤنكې دې خپل مخ به شيشه كښې وګوري۔ دا خبرې د دوئي په خله خوند نه كوي۔ د پاكستان زنده باد خبرې كوؤنكي پ?? سر سترګو خو په ضد خبره كوؤنكي رد كوو۔ د ګل په ورځ حېدر آباد كښې ورکرز کنونشن ته ده ووئيل د زرګونو په شمېر كارمندانو كنونش كښې ګډون كړے۔ وفاقي وزير ووئيل نواز شريف چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد په تيارو كښې ډوب ؤ٬ اولس هدفي وژونكو او قلنګ اغستونكو سره مخ ؤ۔ خزانه خالي پرته وه ٬ د رېلوے په شمول سركاري ادارې ورانې وې۔ ده ووئېل وزیراعظم نواز شریف د پاکستان بدلولو وعده كړې وه او نن د هېواد بدل شكل اولس ته وړاندې دے۔ ده ووئېل ترهه ګر په منډه دي او قانون نافذ كوؤنكي ادارې ورپسې دي۔ لوډشېډنګ ورځ په ورځ كمېږي او خزانه هم ډكېږي۔ ده ووئيل نن پاكستان بدلېږي خو د سندھ اولسي ژوند بدل نه شو۔ وفاقې وزير ووئېل د پروېز مشرف آمریت او د زرداریانو حكومت سندھ كھنډر كړے۔ اوس ببر شېر مېدان ته راغلې۔ هر خوا مات سړكونه دي۔ ورانې تعليمي ادارې دي۔ د ټرانسپورټ هېڅ نظام نشته۔ كه پنجاب پرمختګ كولې شي نو س??دھ ولې نه شي۔ ده ووئېل كه مونږ سندھ ته وړاندې راغلې وو نو بيا به دوئي ووئيل مونږ ئې كار ته نه پرېښودو۔ دوئي اولس نه ووټ اخلي ولې دوئي لپاره هېڅ نه كوي۔ده ووئېل اوس ببرشېر مېدان ته راوتې او كله چې بېر شېر راشي نو ګيدړان منډې وهي۔ ده ووئيل د آصف علي زرداري او بلاول پنجاب ته راتلل په مونږ ښه لګي۔ مونږ هم سند ته راتلل پېل كړي
مونږ به سندھ له متبادل قيادت وركوؤ۔ د كال 2018ء ټول ټاكنو نه پس به سندھ كښې حكومت جوړوو
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2