اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزيړ پير نورالحق قادري وئيلي دي علماﺀ كرام دې اولس د كورونا وائرس وبا دريمې چپې څخه ساتلو او د اېس او پيز عملي كولو لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي، د مذهبي چارو وزارت به مشاورتي عمل روان ساتي او د علماﺀ كرامو تجويزونه او رائې به وزيراعظم عمران خان ته رسولې شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د رمضان المبارك په 21مه نېټه د حضرت علي ﴿رض﴾ د شهادت ورځې د دستورو په لړ كښې شيعه علماﺀ كرامو سره تفصيلي مشاورت وكړے شو. په غونډه كښې د اسلام آباد څخه د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز، د كورنيو چارو د وزارت، د اېن سي او سي ، او د مذهبي چارو د وزارت د تحقيق او مراجع څانګې استازو ګډون كولو. په غونډه كښې د لاهور، كراچې او كوئټه د صوبائي محكمه اوقاف د دفتر چارواكو او د شيعه علماﺀ كرامو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل د كورونا وبا د ژوند هره يوه څانګه ځپلې . ده ووئيل د كورونا وبا د درېمې چپې څخه نجات لپاره به هم ټولو طبقو ته په احتياطي تدابير په سختې سره عمل كول وي. وفاقي وزير ووئيل په اوسنيو حالاتو كښې سعودي د تراويح ركعاتونه او د مونځ كوونكو شمېره محدود كړې . په عراق كښې په مزار مولا علي ﴿رض﴾ د حاضرې ورځې او د زائرينو شمېره هم محدود كړې شوې. په پاكستان كښې د حضرت علي ﴿رض﴾ د شهادت ورځې په اړه ټولو اړوندو ډلو سره مشاورت روان دے. ده ووئيل علماﺀ كرام دې د كورونا وائرس د وبا د دريمې چپې څخه بچ كېدو او اېس او پيز عملي كولو لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي، د مذهبي چارو وزارت به مشاورتي عمل روان ساتي او د علما كرامو تجويزونه او رائې به وزيراعظم عمران خان ته رسولې شي
علماﺀ كرام دې اولس د كورونا وائرس وبا دريمې چپې څخه ساتلو لپاره د او اېس او پيز عملي كولو لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي. وفاقي وزير پير نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر