اسلام آباد 05 جولائي(اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكار ډاکټر آصف کرماني وئيلي دي چې د ھغه پوښتنو ځوابونه غواړو چې د جے آئي ټي غړو قطر ته د تګ لاره كښې كوم خنډ رامخې ته دے٬ ھغوي د دوبئۍ نه ولې راستانه شول د ھغوي قطر ته نه تلل د حقيقت پټولو مترادف دي۔ د فېډرل جوډيشل اكېډمۍ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په دې كېس كښې درې مدعيان دي عمران خان٬ سراج الحق او شېخ رشيد احمد۔ په ثبوتونو جمع كولو پېسه خرڅ كول د مدعي كار وي خو دلته جے آئي ټي مدعي جوړ شوے۔ ده ووئيل دا دې ووئيلې شي چې په لندن كښې د لاء4 فرم خدمات ترلاسه كولو اجازه چا وركړې چې دغسې دې ?? قام پېسه ضائع كړې شي۔ ده ووئيل ورځپاڼو كښې مې لوستلي دي چې د جے آئي ټي غړو په بزنس كلاس كښې سفر كړے ٬ ھغوي ته د دې ??جازه چا وركړې چې ھغوي د دوبئۍ سفر په بزنس كلاس كښې وكړي۔ آېا د پاكستان قانون او آئين د بزنس كلاس د سفر اجازه وركوي او دې لپاره اضافي رقم ھغوي د خپل جېب نه وركړې يا د قامي خزانې نه ئې و??كړې٬ قام د دې ??ساب غواړي ۔ قام به د ټېكس د رقم د يوې يوې ټكې حساب اخلي۔ ده ووئيل عمران خان خپل ځان پاك او خپل ځان ته مسټر كلين وائي د ھغه په اړه نن په ورځپاڼه كښې خبر دے چې په ګرېنډ هائټ هوټل كښې د ھغه هم فلېټ دے او د ټېكس په ګوشوارو كښې ئې ذكر نه دے كړې۔ده ووئيل ترننه عمران خان په ټاكنو كمېسون كښې ځواب نه دې ??اخل كړې۔ ده ووئيل عمران خان معاملې ډېرې سنګين كړې٬ دا دومره آسانې نه دي ۔ تا چې كومه لوبه روانه كړې ده ھغه مونږ ختموٶ او غېر ملكي فنډنګ لپاره هم تا ځواب جمع نه كړې شو۔ تا د پاكستان دښمنه هېوادونو نه هم د ګوند فنډنګ اخستې۔ په دې كېس كښې به ته په بشپړه توګه نااهل شې۔ ده د جے آئي ټي عړي مخاطب كولو سره ووئيل تاسو جے آئي ټي ئې سپريم كورټ يا اعلٰې عدالت مه جوړېږۍ٬ تاسو له به هم ځواب وركول وي۔ كه ټول خلق د حساب په زد كښې راتللے شي نو تاسو به هم د خپل اكاٶنټس ځواب وركوۍ ٬ د جولائي لسمې نېټې نه پس به قام تاسو نه حساب غواړي٬ حالات دا دي چې تاسو دوبئۍ ته لاړۍ او قطر ته ښكاره نه شوۍ۔ ده ووئيل مونږ د سترې محكمې د بېنچ قاضيانو ته خواست كوٶ چې ھغوې جے آئي ټي ته حكم وكړي چې ھغوي د قطر شهزاده بيان واخلي او د ټولو حقائقو پوښتنه وكړي٬ د دې نه پس به د دوي راپور د باور جوګه وي ګني نو دا به د پاكستان متنازعه راپور وي۔ ده ووئيل پاکستان دا مهال غېر معمولي صورتحال نه تېرېږي۔ د هند وزيراعظم اسرائيل ته رسېدلے كوم چې يقيناً د پاكستان په مفادو كښې نه دے٬ د پولو صورتحال ستاسو په وړاندې ??ے٬ د پاكستان پوځ دا مهال په پولو كښې الرټ دے او د پاكستان ټاكلے شوې حكومت ويخ دے۔ ده ووئيل ضرورت د دې ??برې دے چې مونږ له د ټولو نه وړاندې ?? پاكستان مفاد مخكښې كېښودل پكار دي ولې چې دا هېواد په ډېرو قربانيو جوړ شوے او مونږ ټولو دې لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي
د جے آئي ټي د غړو قطر ته نه تلل د حقيقت پټولو مترادف دي
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔