نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډې ته د وينا په مهال د كشمير مسئلې رامخې ته ك??لو سره ووئيل تر كومې د جمو و كشمير پخوانۍ شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس له هيلو سره سمه هواره شوې نه وي په په سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن باوري كېدے نه شي۔ ده ??وئيل مقبوضه كشمير كښې د ماورائے عدالت وژنو لړۍ روانه ده او د آبادۍ د تناسب د بدلولو هڅې روانې دي۔ ده ??وئيل هند 25 لكه غير كشميريانو ته په كشمير كښې د استوګنې سندونه وركړي۔ د كشمريانو په زمكو او املاكو قبضې كېږي او د كشميري مسلم اكثريت په اقليت بدلولو له تشه د نامې حلقه بندۍ كپږي او دا ټول اقدامات د سلامتي كونسل قراردادونو ٬ د نړيوال قانون سره سره د څلورم جنېوا كنونشن بېخي خلاف ورزي ده۔ ده ??وئيل د كشمير مسئله د ډېرې مودې نه حل طلب ده۔ ده ??وئيل د هند په شمول د ټولو ګاونډيانو سره امناكه اړيكې غواړو۔ سيمه كښې امن لپاره د كشمير مسئله حل كول ضروري ده ۔ په مقبوضه كښې د هند يو اړخيزه اقدامات سره امن ځپلے شوے ۔ده ??وئېل هند په 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام كړے۔ هند له به په دې ځان پوهه ك??ل وي چې جنګ كوم آپشن نه دے۔ وزيراعظم مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه ك??لو سره ووئيل مونږ د حق خود اراديت په هلو ځلو كښې د هغوي د بشپړه مرستې د عزم پخلے كوؤ۔ ده ??و ځل بيا دا خبره په ډاګه كړه چې د كشمير مسئلې د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د حل كولو نه غېر سوئيلي آسيا كښې امن نه شي راتللے۔ ده ??وئيل د هند په شمول مونږ ټولو ګاونډيانو سره امن غواړو۔ مونږ ګاونډيان يؤ او ټول عمري له به ګاونډيان پاتې يؤ۔ دا پرېكړه مونږ له ك??ل دي چې په امن پاتې شؤ يا جنګ وكړو۔ ده ??وئېل مونږ درې جنګونه كړي چې ورسره غربت او بې روزګاري زياته شوې د۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو د اسلاموفوبيا او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ لپاره په كردار ترسره ك??لو هم زور راوړو۔ ده ??وئيل اسلاموفوبيا يو نړيوال رجحان دے ٬ ملګري ملتونه دې په دې اړه په خپل قرارداد عمل درآمد باوري كړي۔ ده د اسرائيل لخوا د فلسطيني اولس د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د مسجد اقصی د بې حرمتۍ په بندولو هم زور راوړو۔ ده ??وئيل پاكستان د 1963 نه وړاندې د جوړو پولو له مخې د فلسطين مسئلې حل غواړي د كومو پايه تخت چې القدس الشريف وي۔ د افغانستان په حقله ده ??وئيل پاكستان د يو امن لرونكي افغانستان له خوښي لري۔ ده ??وئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه ك??ي ځكه چې د ترهه ګرۍ كوم مذهب نه وي او د دې بنيادي سبب غربت او بې روزګاري ده
د سلامتي كونسل قراردادونو او د کشمیري اولس هیلو تر مخه د جمو و کشمیر د شخړې له حل نه غېر جنوبي آسیا کې دایمي امن نه شي راتللے
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر