ډېووس 25 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان د شل كروړه اولس لوي ماركيټ لري٬ كوم چې كاروباريانو او سرمايه كارو لپاره پرانستې پروت دے٬ زمونږ كلنه اقتصادي شرح نمو نزدې 6 فيصده ده٬ پاكستان كښې جمهويت وده مومي ٬ مونږ د سي پېك د لارې د منطقې هېوادونو ترمېنځه رابطو ته ??ده وركوٶ او د ختيز او لويديز پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غو??ړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډېووس كښې د خبري كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمان ٬ د نېشنل هېلته سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د چين ون بېلټ ون روډ پروګرام له مخې هېواد كښې د سي پېك روانو منصوبو څخه پراخه اقتصادي هلې ځلې پېل شوې ۔ ده ووئيل پاکستان كښې جمهوريت مضبوطېږي او جمهوري عمل د يوې لسيزې بشپړېدو په صورت تاريخ جوړوي۔ چین او امریکې سره د پاكستان د اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لري او دې اړيكو ته ??اكستان ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل مونږ ختيز او د لوېديز پشمول ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غو??ړو۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك به يوازې پاكستان ته ګټه نه رسي بلكې دې څخه به ټوله منطقه استفاده وكړي او دا د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره پرانسته ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پاکستان د چين اولس مشر د رابطه كارۍ وژن په هر فورم رامخې ته ??ړې٬ ون بلېټ ون روډ پروګرام څخه به دې منطقې سره سره په سباٶن كښې نوره نړۍ هم ګټه پورته ??ولې شي۔ وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم د سږ كال سرخط ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان خپلې اقتصادي چارې مخ په وړاندې بيائې ۔ ده ووئيل ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د توان ٬ ټېكنالوجي او صحت په چارو خبرې شوې دي۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه آصف د يوې پوښتنې په ځواب كښې د چين د مشتركه سباٶن د وژن ستائنې سره ووئيل د كډوالو بحران٬ د فلسطين ٬ كشمير او روهنګيا د مسلمانانو مسئلو هواري لپاره د نړۍ لخوا په سنجيدګۍ سره هڅې نه كېږي۔ ده ووئيل شخړيزو سيمو ته خاص پاملرنه كول غو??ړي ۔ د چین او امریکې سره د پاكستان اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لرو خو د پاكستان امريكې سره اړيكې د كوم درېم هېواد په نتاظر كښې كتل نه دي پكار ۔ په دې موقع د اطلاعات ٬ خپرونو قامي ورثې او ادبي تاريخ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو آبادي 60 فيصده ده د كومو عمرونه چې د 35 كالو نه لږ دي٬ دوي په مجموعي توګه پرمختيائي عمل كښې شاملولو ته اوسني حكومت پام لرنه كوي ۔ دې ووئيل ځوانان د پائېداره پرمختيائي هدفونو تر سره كولو ذريعه ده او دوي د پاكستان ګټور تشخص وړاندې كولو لپاره رامخې ته ??ولې شي۔ دوهمې وزېرې ووئيل پاكستان د ت??رو 35 كالو راهسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي او په دې جنګ كښې ئې په ت??رو 4 كالو كښې ځانګړې كاميابۍ ترسره كړي ۔ مریم اورنګزېب ووئيل ځوانانو لپاره بهر هېوادونو كښې د پاكستان پحقله يو تاثر لرې كول چېلنج ٶ٬ اوس موجوده حكومت د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته ??ولو لپاره ميديا كاروي۔ دې ووئيل د میډیا او فلم انډسټرۍ كښې د ځوانانو شموليت د لارې زمونږ ځائي بيانيه بحالېږي٬ حكومت به د ځوانانو د انټرټېمنټ او براډكاسټ انډسټرۍ كښې شاملولو لپاره وړومبې فلم پاليسي اعلانوي ٬ دې سره به نړۍ كښې د پاكستان پحقله تاثر بدلېدو له مرسته ترلاسه شي ۔ په دې موقع د آئي ټي دوهمې وزېرې انوشه رحمان ووئيل پاکستان د آئي ټي او ټېلي كام په سېكټر كښې ت??رو څو كالو كښې پېاوړې پرمختګ كړې ٬ اوسني حكومت دې څانګې ته ډېر اهميت وركوي۔ دې ووئيل ټېكنالوجي ځوانانو ته د روزګار وركولو يوه ذريعه ده او دا ګړندۍ لاره ده٬ پاكستان كښې د تهري او فور جي كارېدل زياتېږي٬ دې ووئېل پاکستان فري لانسنګ كښې په څلورم لمبر دے خو اوسنې حكومت په دې څانګې كښې وړومبي پوزيشن ترلاسه كول غو??ړي۔ دې ووئيل د پاكستان د سافټ وېېر برآمدات 3.3 اربه ډالرو ته رسېدلې ۔ دې ووئيل پاكستان خارجي سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكې ماركيټ دے چرته چې هر كال په لكهونو آئي ټي پروفېشنلز جوړېږي۔ خبرې كفنرنس ته د وېنا په موقع د قامي صحت دوهمې وزېرې سائره افضل تارړ ووئيل پاکستان كښې د روغتيا په څانګه كښې يو لوې سماجي پروګرام په كاميابۍ سره روان دے٬ د وزيراعطم نېشنل هېلت پروګرام له مخې په لكهونو كورنيو ته د د??ملنې وېړيا آسانۍ وركړے كېږي چې پكښې استفاده كوٶنكې 70 فيصده مېرمنې دې ۔ دې ووئيل پاكستان د پوليو په ضد كمپائن كښې شاندارې كاميابۍ ترلاسه كړې چې ثبوت ئې په هېواد كښې د پوليو يوازې 8 كېسونه رامخې ته ??ېدل دي ۔ دې ووئيل د پوليو په ضد كمپائ كښې د ټولو نه لويه مسئله د سرحدي تګ راتګ ٶه خو اوس حكومت مستقل ټرانزټ پوائنټس جوړ كړې۔ سائره افضل تارړ ووئيل آئي ډي پيز ته ??م واكسين وركولې كېږي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي ووئيل پاكستان په تندۍ سره رامخې ته ??ېدونكې معيشت دے كوم چې بهر نړۍ لپاره د لوي ماركيټ حېثيت لري۔ ده ووئيل د اوسني حكومت اېجنډا ځوانانو ته د روزګار موقعې وركول دي٬ ځوانان د پاکستان سرمايه ده او حكومت دوي ته ??ولې ممكنه موقعې وركولو لپاره عزم لري۔(
مونږ د سي پېك د لارې د منطقې هېوادونو ترمېنځه رابطو ته وده وركوٶ او د ختيز او لويديز پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک