يوكوهاما 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئېلي دي چې د روان مالي كال په مهال د مجموعي قومي پېداوار(جي ډي پي)شرح نمو د 5 فيصدو نه د زياتېدو هيله ده٬د افراط زر شرح به په سنګل ډيجټ كښې تقريبا ً څلور فيصده پاتې شي كومه چې د تېرو 47 كلونو په مهال تر ټولو ټېټه كچه ده٬د حكومت په كاميابو هڅو مالياتي خساره د كال 2013م د 8.2 فيصده په مقابله كښې په مالي كال 2016 كښې 4.6 فيصد ته راغلې۔ ده دا خبرې تېره ورځ د آسيائي پرمختيائي بانك د كلنې ??ون??ې دوهم بزنس سېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د خزانې وزير ووئيل چې د ټېكس محصولاتو د اضافې په اړه د موثره حكمت عملۍ له مخې د ټېكس ترلاسه كولو په شرح كښې د تېرو دريو كلونو په مهال 20 فيصده كلنې شرح نمو سره په مجموعي توګه د 60 فيصدو نه زياته اضافه شوې۔د بزنس سېشن مشري د جاپان دوهم وزيراعظم تارو آسو وكړه۔سناتور محمد اسحاق ډار ??ون??ې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د روان مالي كال په مهال د مجموعي قومي پېداوار(جي ډي پي)شرح نمو د 5 فيصدو نه د زياتېدو هيله ده٬د افراط زر شرح به په سنګل ډيجټ كښې تقريبا ً څلور فيصده پاتې شي كومه چې د تېرو 47 كلونو په مهال تر ټولو ټېټه كچه ده٬د حكومت په كاميابو هڅو مالياتي خساره د كال 2013م د 8.2 فيصده په مقابله كښې په مالي كال 2016 كښې 4.6 فيصد ته راغلې او د روان مالي كال په مهال د دې اندازه 4.1 فيصد ده۔ده ووئيل چې سره د مالياتي خسارې هم مونږ د سماجي تحفظ پروګرام بجټ د 40 اربو نه 117 ارب ته رسولې۔ده ووئيل چې د پرمختيائي پروژو بجټ د مالي كال 625 ارب روپۍ څخه په مالي كال 2017 كښې 1600 ارب روپو ته رسول شوې۔ده ووئيل چې د ميكرو اكنامك استحكام ترلاسه كولو نه پس اوس مونږ د پائيدار پرمختګ اهدافو بهترۍ او زياته شرح نمو ترلاسه كولو ته پام كوو۔ده ووئيل چې په دې اړه مالي كال 2019 لپاره د جي ډي پي د شرح نمو هدف 7 فيصده ټاكل شوې۔ده ووئيل چې زمونږ د معيشت په شرح پرمختګ كښې پرله پسې اضافه كېږي۔دا اضافه د تېرو دريو كلونو په مهال د څلورو فيصدو نه زياته وه۔د مالي كال 2016م په مهال د جي ډي پي د پرمختګ شرح 4.71 فيصده رېكارډ كړې شوې كومه چې د تېرو 8 كلونو په مهال تر ټولو زياته ده۔ده ووئيل چې د پاكستان معيشت د پرمختګ په لاره روان شوې٬مونږ د مراعاتو وړاندېز سره كاروباري ټولنې ته د سرمايه كارۍ بلنه وركړې۔د آسيائي پرمختيائي بانك د 50مې سالګرې حواله وركولو سره ده ووئيل چې بايد د بانك د كاميابو جشن ولمانځلې شي۔ده په كاميابو د بانك صدر او نورو ته مباركي وركړه۔ده ووئيل چې د تېرو دوه لسيزو په مهال په آسيا كښې د 7 فيصده شرح سره پرمختګ شوې او د يو كس كلن آمدن د 1600 ډالرو نه زياتېدو سره 4980 ډالرو ته رسېدلې دغسې د غربت په خاتمه كښې ځانګړې مرسته شوې۔ده ووئيل چې د مينځنۍ مودې د حكمت عملۍ 2020 په اړه په اصلاحاتي ايجنډا تيارولو د بانك د صدر تاكي هيتو نيكاؤ هڅې د قدر وړ دي۔ده ووئيل چې د بانك صدر په مشرۍ كښې د اصلاحاتو پروګرام جامع او د ستائنې وړ دې۔پاكستان آسيائي پرمختيائي بانك او د دې غړو هېوادونو سره په راتلونكي كښې د شركت د اضافې خواهش لري۔ده ووئيل چې د اے ډي بي د سيمه ايزو رابطو د ودې اقداماتو په نتيجه كښې به د منطقې په پرمختګ مرسته وشي۔د بانك د 50مې ??ون??ې په موقع د جاپان د حكومت او اولس لخوا په مېلمتسيا مننه كولو سره د خزانې وزير د اي ډي بي صدر تاكي هيتو نيكاؤ او د بانك انتظاميې ته په 50مه كلنه كاميابه ??ون??ه مباركي وركړه كومه چې د يوكوهاما پشان په ښكلي ښار كښې وشوه
د روان مالي كال په مهال د مجموعي قومي پېداوار(جي ډي پي) شرح نمو د 5 فيصدو نه د زياتېدو هيله ده٬د افراط زر شرح به په سنګل ډيجټ كښې تقريبا ً څلور فيصده پاتې شي كومه چې د تېرو 47 كلونو په مهال تر ټولو ټېټه كچه ده
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ