پېنډۍ27 مئي (اے پي پي) امني??ي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې د اپرېشنز په مهال 23 ترهګر وژلي او په دې موقع د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ كېپټن پشمول 7 كسان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې تېره شپه امني??ي ځواكونو خ??بر پښتونخوا كښې په درېو جلا جلا عملياتو كښې 23 ترهګر ووژل٬ د مئي په 26مه نيټه د پېښور ضلعې په حسن خېل سيمه كښې په استخباراتي اطلاع عمليات وكړے شول چرته چې امني??ي ځواكونو شپږ ترهګر ووژل او د ھغوي يو شمېر ژالې ئې ړنګې كړې٬ په دغه آپريشن كښې کيپټن حسېن جهانګير او حوالدار شفيق الله شهيدان شوي ۔ دغسې امني??ي ځواكونو په باغ سيمه كښې د كاروائۍ په مهال 2 ترهګر وژلي٬ درېمه كاروائي د خېبر ضلعې په باغ سيمه كښې وشوه چرته چې 7 ترهګر وژلې شوي او د ډزو په تبادله كښې پنځه مېړني ځوانان نائيك محمد اشفاق بټ، لانس نائيك سيد دانش افکار، سپاهي تېمور ملك، سپاهي ن??در صغير او سپاهي محمد ياس??ن شهيدان شول۔ وژلے شوو ترهګرو څخه په لويه كچه وسله او ګوله بارود سره سره چاٶدېدونكې توكې ه?? برامد شوي٬ ترهګر امني??ي ځواكونو سره سره د بې ګناه وګړو په ضد د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې هم ككړ وٶ٬ په سيمه كښئ د ترهګرو خاتمې لپاره سيني ټائزيشن آپريشن روان دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې امني??ي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې له عزم لري او زمونږ د مېړنو عسكرو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔
د امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې عمليات٬ 23 ترهګر ووژل شول٬ د پاك پوځ كېپټن پشمول 7 كسان شهيدان شول
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی