هانګ کانګ 18 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د چین او هانګ کانګ دوره بشپړولو نه پس د زيارت په ورځ هېواد ته راستون شوے۔ د د هانګ کانګ په هوائي ميدان اعلیٰ چارواكو وزیراعظم ته پھ مخه دې ښه اووې۔ وزیراعظم بیجنګ كښې ون بیلټ ۔ ون روډ فورم كښې ګډون له د چین اولس مشر شی چن پنګ په بلنه چین ته ??لل?? ؤه۔ محمد نواز شریف بیجنګ كښې بیلټ اینډ روډ فورم كښې د نورو نړيوالو لارښودو سره ګډون او خطاب کړې۔ وزیراعظم محمد نواز شریف فورم كښې ګول میز کنفرنس كښې هم ګډون كړے دے۔ وزیراعظم بیجنګ كښې د چین اولس مشر شی چن پنګ او وزیراعظم لی کی چیانګ سره هم ملاقاتونه كړي۔ په دې موقع هغه د ګڼو لارښودو سره هم ملاقاتونه كړي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمې په صورتحال د خیالاتو څرګندونه شوې ده ۔ دا خبره دې ياده وي چې بیلټ اینډ روډ فورم د چين اولس مشر شی چن پنګ په 2013ء كښې پيل كړې ؤه ۔ دا فورم د شاهراہ ریشم اقتصا??ی راهدارۍ او 21 مې پيړۍ سمندری راهدارۍ پروګرام برخه ده۔ د بیلټ اینډ روډ فورم مقصد شريك پرمختيائي اهداف ترلاسه كول او مرسته زياتول دي۔ محمد نواز شریف د چین هېنګ ښار دورہ هم كړي چرته چې هغه نوموړي ای پورټل ’’علی بابا‘‘ هيډ کوارټرز ته ??لل?? وو او د لوظنامې لاس ليك دستوره كښې ئې ګډون كړې۔ دې نه پس د خپلې دورې په دويم پړاؤ كښې وزیراعظم په هانګ کانګ كښې کاروباری شخصیات سره ملاقاتونو نه ځانله سرمایه کارۍ کنفرنس ته هم خطاب کړې دې
وزیراعظم محمد نواز شریف د چین او هانګ کانګ دوره بشپړولو نه پس هېواد ته راستون شو
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل