اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان نړۍ ته په غوره انداز كښې باور وركړے چې د افغان جنګ تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان پاكستان ته رسېدلے دے، بايد اوس نړۍ د تېر وخت غلطې يو ځل بيا ونه كړي بلكې په افغانستان كښې دې امن لپاره هڅې وكړي. وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې په زړورتيا د مودي ظالمانه نظريه آر اېس اېس په ډاګه كړې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې وزيراعظم د بشپړه دلائلو د لارې د كشميريانو د رښتيني وكيل او نه يرېدونكي سفير كردار ترسره كړے. ده د سيد علي ګېلاني جس د اسلامي رسوماتو له مخې د شهيدانو په قبرستان كښې په دفن كولو زور راوړے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې په دليل او اعتماد سره حقائق وړاندې كړي دي او ډېرو ته ئې آئينه ښودلې ده. الحمدالله په پاكستان كښې داسې وزيراعظم موجود دے كوم چې قومي ګټو او د راتلونكو نسلونو سباٶن ته ترجيح وركوي.
وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې په زړورتيا د مودي ظالمانه نظريه آر اېس اېس په ډاګه كړې. فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو