اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوکت ترين د غير ضروري څيزونو درآمدات کمولو لپاره اړوندو چارواكو ته د كوټلې پاليسۍ لپاره د اقدامات سپارښتنه كړې ۔ده دا سپارښتنه د زيارت په ورځ په خزانه وزارت كښې د تجارتي توازن په اړه د جاج اخستو غوندې مشرۍ كولو سره وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزير سيد فخر امام ، وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ، د توان وزير حماد اظهر ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ، وفاقي سيکرټريز ، ګورنر سټيټ بينك ، چيئرمېن اېف بي آر او سينئر سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔د غوندې په مهال د روان مالي كال په وړومبنو 5 مياشتو كښې د درآمدي بل په تفصيل سره جاج واخستلے شو۔غوندې ته ووئيل شول نړيواله منډۍ كښې توان ، سټيل او د صنعتي خام مال بيعه كښې د زياتوالې په وجه درآمدي بل د فشار سره مخ شوے،دې نه ځانله د کووډ 19 ويکسين درآمدات كښې د زياتوالې په وجه هم د پاکستان درآمدي بل زيات دے۔ غوندې ته ووئيل شول راروانو مياشتو كښې د خوارك څيزونه ، فرنس آئل او د ويکسين درآمد شرح به کمه وي چې له امله به ئې د مالي كال په آخر كښې د درآمدي بل فشار كم شي۔ د خزانې صلاحكار اړوندو چارواو ته سپارښتنه وكړه چې د غير ضروري ،پرتعيش څيزونو درآمدات کمولو لپاره كوټلې پاليسۍ لپاره اقدامات وكړي۔
د خزانې صلاحكار شوکت ترين د غير ضروري څيزونو درآمدات کمولو لپاره اړوندو چارواكو ته د كوټلې پاليسۍ جوړولو سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena