اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اینډآپریشن سنټر (این سی او سی) د کورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاري كړې دي۔ د خالي په ورځ د این سی او سی لخوا جاري شويو شميرو له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د 2 زره 843 كسانو د کووېډ۔19 ټیسټونه مثبت راغلي او 42 كسان په په دې وبا كښې په حق رسېدلي دي۔ د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا 42 زره 752 ټیسټونه شوي دي. تر اوسه ټول هېواد كښې د کووېډ۔19 څخه د ښو شوو كسانو شميره 3 لكه 28 زره 931 ته رسيدلې۔ آزاد کشمیر او بلوچستان كښې د کووېډ۔19 کوم هم رنځور په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د کووېډ۔19 لپاره بيلو شوو 1 زره 798 وینټیلیټرز باندې د كورونا 246 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د کووېډ۔19 ایکټو کیسونه شميره 34 زره 974 ده۔ په هېواد كښې د کورونا وائرس ځپليو كسانو شميره 3 لكه 71 زره 508 ده. په هېواد كښې د کووېډ۔19 له امله د مړو شوو شميره 7 زره 603 ته رسيدلې۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د کورونا 51 لكهه 41 زره 43 ټیسټونه شوي دي۔ په ټول هېواد كښې كووېډ 19 لپاره په مختص شويو 763 روغتونونو كښې 2 زړه 122 رنځوران تر معالجه لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس 2843 کیسونه رامخې ته شوي. این سی او سی
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز