نيويارك21ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د افغان مشن بشپړیدو نه پس پاكستان د امريكې سره د لا ګڼ اړخيزه او د پراخا بنياد لرونكو اړيكو خوښي لري٬د امريكې سره اړيكې د پاكستان لپاره د خاص اهميت وړ دي٬افغانستان د يوازې پرېښودو تېروتنه دې بيا ونه كړې شي۔نړيواله ورورولي دې افغانستان كښې د يو ټولشموله حكومت جوړولو لپاره ترغيب وركړي۔د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع په نيويارك كښې د كونسل آن فارن رېليشنز ته خطاب كښې ده ووئيل پاكستان د امريكې لپاره مهم شراكتدار دے٬امريكا اوس هم زمونږ لپاره لويه برآمدي منډيي او د غېر ملكي ترسيلات زر لويه ذريعه ده۔امريكې په افغانستان كښې خپل بنيادي مقصد ترلاسه كړے٬افغانستان كښې د امريكې پوځي مشن نه پس دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركول غواړو ۔خارجه وزير ووئيل د 11 ستمبر ترهه ګرۍ بريدونو نه وروستو پاكستان او امريكې د القاعده بنيادي قيادت ختمولو له مهم كردار ترسره كړے۔امريكې په افغانستان كښې خپل بنيادي مقصد ترلاسه كړے ۔خارجه وزير په خپل خطاب كښې د پاك امريكا اړيكو او د سيمه ايزې سلامتيا په حقله د پاكستان په متحرك او فعاله كردار رڼا واچوله۔ده ووئيل د امريكې د اړخه د افغان مشن بشپړولو نه وروستو پاكستان امريكې سره لا ګڼ اړخيزه او پراخا بنياد لرونكو اړيكو له خوښي لري۔د پاكستان او امريكې اړيكې چې په كومه حقله پېژندلې شوې٬پاكستان د هغه پخواني روش څخه بهر راوتل غواړي۔ده ووئيل د نائن اليون ترهه ګرۍ بريدونو نه وروستو پاكستان او امريكې په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړے۔د امريكې سره اړيكې د پاكستان لپاره خاص د اهميت وړ دي۔ده ووئيل امريكا تر ټولو لوي د ايكسپورټ بازار درجه لري٬ د پاكستان زيرك ځوانان نن هم د زده كړو په غرض د امريكې تعليمي ادارو ته راځي۔ دغسې امريكا كښې مېشته په سياسي توګه متحرك پاكستانيان د امريكې او پاكستان ترمينځه اړيكو كښې د پل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ د پاكستان امريكې په اړيكو كښې د تجارت ٬سرمايه كارۍ او په اولسي كچه د اړيكو په حقله د نوو امكاناتو په لټون يو۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د 220 ملين كسانو لرونكے ماركيټ دے چرته چې د ټېكنالوجۍ او د تجديد وړ توانائې په اړه د سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته٬چرته چې د امريكې كمپنۍ سرمايه كاري كولې شي۔پاكستان د تېرو 40 كلونو نه افغانستان كښې د روان عدم استحكام لوي زيان پورته كړے ۔ده ووئيل په معاشي توګه قوي پاكستان به په سيمه كښې د استحكام مظهر وي۔خارجه وزير ووئيل د پاك افغان پولې دواړو اړخو ته روزګار او د معاشي خوشحالۍ ترلاسه كولو او افغان اولس ته د خپل هېواد بيا رغونې لپاره مرستې له پاكستان د امريكې سره په ګډه كار كول غواړي۔افغانستان د يوازې پرېښودو تېروتنه دې بيا ونه كړی شي او نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې د يو ټولشموله حكومت جوړولو له ترغيب وركړي۔ده ووئيل افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو مخ نيوي لپاره يو مستحكم حكومت ضرورې دے۔طالبانو له هم د ترهه ګرۍ مخ نيوي د بشري حقونو تحفظ او د سياسي ګډون په اړه په خپلو وعدو عمل كول پكار دے۔خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولي دې د ممكنه بشري بحران مخ نيوي له د افغان اولس فوري مرسته باوري كړي۔د كشمير په حقله ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د منصب سنبهالولو نه سمدستي پس هند له د خبرو اترو وړاندېز وركړے ؤ ٬هند نه يوازې د امن هغه وړاندېز ونه منلو بلكې په مقبوضه جمو او كشمير كښې په 5م اګست 2019 په خپلو غېر قانوني اقداماتو يې ټوله منطقه غېر مستحكم كړه۔د دغې باوجود هند د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې غلې كولو كښې ناكامه راغلے۔د سيد علي شاه ګېلاني په مړينه د هند يره او غېر انساني رويې د ټولې نړۍ په وړاندې د هغوي حقيقت رامخې ته كړے۔ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئلې امن ناك حل لټولو له عزم لري خو دا ذمه واري د هند ده چې هغه د معنې لرونكو او د نتيجې وړ خبرو اترو لپاره سازګار ماحول راپیدا كړي۔مونږ هيله لرو چې نړيواله ورورولي به د حق خوداراديت او د آزادۍ نادر اصول په كشمير كښې د سياست ښكار كېدو له ورنه كړي
د افغان مشن بشپړیدو نه پس پاكستان د امريكې سره د لا ګڼ اړخيزه او د پراخا بنياد لرونكو اړيكو خوښي لري٬د امريكې سره اړيكې د پاكستان لپاره د خاص اهميت وړ دي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي نيويارك كښې كونسل آن فارن رېليشنز ته خطاب
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná