اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د شورو په ورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په موقع د كرغزستان خپل همڅنګ رسلان كازاك بائيف ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كرغزستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو تعلق په عقيده٬ تاريخ او كلتوري اقدارو اډانه دي ۔ دواړو خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو او د او آئي سي پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخستو۔ خارجه وزير د موجوده اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره په دوه اړخيزه تبادلو، تجارتي او اقتصادي اړيكو زياتولو او د ادارو مېكنزم لا فعاله كولو لپاره په باقاعدګۍ سره د غونډو كولو په ضرورت زو رواړو۔ په دې موقع د كرغزستان خارجه وزير رسلان كازاك بائيف خارجه وزير ته د قرار داد پاكستان په 82مه ورځ مباركي وركولو سره د 23 مارچ په پرېډ كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې ستائنه وكړه
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د كرغزستان خپل همڅنګ وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن