ډيووس 18 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره غوره هېواد دے٬ پاكستان كښې د ذكر وړ ريكوري كېږي او ټولې اقتصادي اشاريې مثبتې دي۔ده د نړيوال اقتصادي فورم 47مې غوڼډې په موقع د سټي??ډر?? چارټر بانك ډلې چيف ايګزېكټيو افسر ج??ز وينالز سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ د سټينډر چارټرډ بانك ډلې چيف ايګزيكټيو افسر ج??ز وينالز ووئيل پاكستان د سټي??ډر?? چارټر بانك مهم پارټنر دے او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه ك??ې سټي??ډر?? چارټر بانك د چين بانك سره كار كوي۔ده ووئيل زمونږ بانك د سمال او مېډيم انټرپرائزز ښه والي لپاره كار كوي٬ده ووئيل د پاكستان اقتصادي وضعه په سم لوري روان ده٬ده ووئيل هېواد كښې ځينې مثبت بدلونونه رامخې ته شوي او د سرمايه كارو باور زيات شوې۔ده ووئيل امنيت او د ت??ان په اړه د پاكستان په پرمختګ مونږ خوشحاله يو۔سټي??ډر?? چارټر بانك د تېرو څو لسيزو راهسې پاكستان كښې كار كوي۔وزيراعظم نړيوال اقتصادي فورم كښې د كارپورېشنز مشرانو سره پرله پسې ملاقاتونه كوي چې پكښې به هغه پاكستان كښې خپل آپرېشنز ته په پراختيا وركولو زور راوړي
پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره غوره هېواد دے٬پاكستان كښې د ذكر وړ ريكوري كېږي او ټولې اقتصادي اشاريې مثبتې دي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا