پېښور ۔3جولائی(اے پی پی) صحت سهولت پروګرام د خېبر پختونخوا په ډول يوه وړه صوبه د كاناډا ٬ آسټرېليا ٬ جاپان او ځينې اروپائي هېوادونو په صف كښې ودرولې ده۔ د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د كال 21۔2020 اوو مياشتو موده كښې په سركاري او نجي روغتونونو كښې د صحت كارډ پلس پروګرام لاندې لږ تر لږ د 250,439 رنځورانو درملنې شوي دي۔ حكومت بېلو روغتونونو ته 7.2 اربه روپۍ وركړې دي۔ د تفصيلات له مخې د خېبر پختونخوا حکومت د تېر مالي كال په مهال اسټېټ لائف انشورنس کارپورېشن ته 13.056بلین روپۍ ادا كړې دي او د لوظنامې له مخې به نورې 5.856 بلینه روپۍ ادا كوي۔ روان كال 21۔ 2020 لپاره د خېبر پختونخوا حكومت نزدې ً7.49ملین كورنيو له 23 بلینه روپۍ بېلې كړي دي۔ د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان صحت كارډ د تحريك انصاف مهمه منصوبه ګرځولو سره وئيلي چې دې سره نه يوازې اولس ته د وېړيا درملنو آساني ترلاسه شوې بلكې صوبه كښې غربت كمولو سره د خلكو د ژوند معيار هم ښه كړے شوے دے۔ د سركاري شمېرو له مخې خېبرپختونخوا حکومت كښې د صحت كارډ پروګرام د لانې د فرورۍ اولنۍ نېټې كال 2016 نه تر 30 جون2021 په مجموعي توګه د 478,973 رنځورانو درملنې وكړې شوې او حكومت سركاري او نجي روغتونونو ته 11807,23 ملینه روپۍ وركړې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې په 31 جنورۍ 2021 خېبر پختونخوا خپلو وګړو ته د درملنو وېړيا آسانۍ وركوؤنكو اولنۍ صوبه جوړه شوه۔ وزیر اعظم عمران خان په 6 نومبر2020 مالاكنډ ډويژن كښې د هېلت كېئر اولني پړاؤ پرانسته كړې وه۔ وروستو دا آسانۍ د صوبې ټولې ودانۍ ته وركړې شو۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا او خزانې وزير تيمور سليم جھګړا له مخې دې پروګرام سره كه يو اړخ ته وګړو ته د روغتيا وېړيا آسانۍ ترلاسه كېږي نو بل اړخ ته به دا د هغوي د ژوند معيار هم ښه كړي۔ اولس به په درملنو مصرف كېدونكې خپلې پېسېه د نورو ضرورتونو په ترسره كولو مصرف كوي۔ د صحت سهولت پروګرام لانچ كولو له د خېبر پختونخوا حكومت او سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ترمينځھ لوظنامه شوې ده ٬ دغسې د وګړو كوائف حوالې سره نادرا سره ههم د روغتيا څانګې د تفاهم يادښت لاس ليك كړے دے۔
صحت سهولت پروګرام د خېبر پختونخوا په ډول يوه كوچنۍ صوبه د كاناډا ٬ آسټرېليا ٬ جاپان او ځينې اروپائي هېوادونو په صف كښې ودرولې۔ مرتضی كمال
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری