اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې عمران خان د تخت او تاج هېڅ فكر نه لري، عمران خان د ټول اسلامي امت ضرورت جوړ شوے، تر عمران خان رسېدو به د 20 كروړه اولس نه تېرېدل وي. د اتوار په ورځ د اسلام آباد په پرېډ ګراٶنډ كښې د پي ټي آئي امر بالمعروف غونډې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان تحريك انصاف د لكونو په شمېر كاركنانو ته سلام وړاندې كولو سره ووئيل چې اولس ثابته كړې چې د اسلام آباد اقتدار لپاره به د كوم سازش د لارې نه بلكې د اولس څخه تېرېدل وي. ده ووئيل چې ما وئيلي وو چې د 10 لكه خلقو اجتماع به كېږي او سازشيانو ته به د دې نه تېرېدل وي، نن دوي ته وئيل غواړم چې دوي ته به د 20 كروړه اولس نه تېرېدو سره عمران خان ته رسېدل وي. ده ووئيل چې عمران خان د تخت او تاج فكر نه لري، عمران خان د پاكستان او د دې د اولس ضرورت دے. ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف ايواني سازشونو سره كومه دلچسپي نه لري، مونږ د اولس نه يو او په اولس كښې به اوسو. مونږ ته اقتدار هم اولس راكړے او مونږ به اقتدار د اولس په سر كېږدو. ده ووئيل چې په عمران خان د اقتدار كوم فرق نه كېږي، كه كوم فرق كېږي نو په ما او اولس به كېږي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې عمران خان د غريب درد لرونكې ليډر دے، عمران خان د اقتدار نه بلكې د اقدار سياست كوي، اولس د وزيراعظم عمران خان د اشارې په انتظار دے.
عمران خان د ټول اسلامي امت ضرورت جوړ شوے، تر عمران خان رسېدو به د 20 كروړه اولس نه تېرېدل وي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د امر بالمعروف غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق