فيصل آباد 01 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي څنګه چې د يو كور چلولو لپاره معقول آمدن ته ضرورت وي هم دغسې د هېواد چلولو لپاره سرمايې ته اړتيا وي او د حكومت د آمدن تر ټولو لويه ذريعه ټيکسز وي او د هېواد چلولو لپاره ټيکس وركولو ته ضرورت وي ٬ دې لپاره بايد مونږ ټول د ټيکس نه وركولو كلتور ختم كړو،د خزاني پخواني وزير اسحاق ډار هېواد مقروض كړے او د کنګالولو نه پس تښتيدلے ٬ اوس به هېواد د پور څخه خلاصولو لپاره کاروباري طبقې له خپل كردار ترسره كول وي ۔ ده ووئېل د سوداګرو آسانيو لپاره يوه جامع تګلاره جوړوو او يو داسې آن لائن سسټم راوړو چې ترمخه ئې اېف بي آر اوس څوك ونه ځوروي دغسې اېس اېم ايز د هېواد برآمدات كښې تر 25 فيصده برخه اچولې شي ۔ ده ووئېل د نورو هېوادونو په مقابل كښې په پاكستان كښې د پټروليم مصنوعات بيعې لږي دي خو حکومت د ټيکسونو په شرح كمولو د پټرول يو ليټر بيعه 150 روپو ته د رسولو مخنيوے كړے او د تعميراتي څانګو بشپړه ډاډګيرنه كيږي چې له امله ئې کنسټرکشن سيکټر كښې په لويه توګه سرمايه کارۍ سره د هېواد په معيشت 5000 اربه روپۍ مثبت اثر پريوځي۔ د جمعې په ورځ د ګئے پيراډائز مارکي ايسټ کينال سړك د فيصل آباد چيمبر آف سمال انډسټريز اينډ سمال ټريډرز كلن دستوري ته وينا كښې ده ووئيل حکومت سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز له تولې ممكنه آسانيو وركولو پشمول د هغوي مسئلې حل کولو ته پام لرنه كوي دغسې مونږ به ډير زر د اېس اېم ايز سيکټر مشرانو او د فيصل آباد چيمبر آف سمال انډسټريز اينډ سمال ټريډرز د عهديدارو د خزاني وفاقي وزير ، د تجارت وفاقي وزير ، د سټيټ بينك آف پاکستان ګورنر او اېف بي آر چيئرمېن سره د ملاقات اهتمام وكړو دغسې چې پخپلو كښې د ټولو مسئلو حل ولټوي او ياد شوي سيکټر له پرمختګ وركړي او د برآمدات زياتولو پشمول د هېواد معيشت لا مستحکم كړي۔ده ووئيل حکومت په اېس اېم اي پاليسۍ كار كوي او دا به په يوه مياشت كښې منظوره کړې شي د دې مقصد كوچني او د مينځنۍ درجې کاروبار له وده وركول دي۔ده ووئيل په دې لړ كښې اړوندې ادارې كار كوي او سميډا هم يو رپورټ مرتب كړے چې له مخې به ئې اېس اېم ايز په جي ډي پي كښې تر 45 فيصده او د هېواد برآمدات كښې تر 25 فيصده برخه اچولې شي
سوداګرې ورورولۍ ته آسانيو وركولو لپاره يوه جامع تګلاره جوړوو، د وزير مملکت فرخ حبيب د فيصل آباد چيمبر آف سمال انډسټريز اينډ سمال ټريډرز كلني دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی