اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او منځني ختيز استازي او د پاكستان ??لماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د حوثي ياغيانو د پرله پسې بريدونو مخنيوي له به اسلامي نړۍ او عرب نړۍ له فوري او عملي ګامونه پورته كول وي۔ د يمن مسئلې سياسي حل له به روانو هڅو كښې لا تندي راوستل وي۔ پاکستان ?? سعودي عربستان ??فاع ٬ سلامتيا او استحكام لپاره سعودي عربستان ??ره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د خلیجی هېوادونو لارښودو د پاكستان ??ورې او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مصر دورې سره اړيكو ته يو نوے جهت ترلاسه شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د عرب ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ووئيل پاكستان ?? ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 80 زره وګړو قرباني وركړې ده۔ نن د لوئے څښتن په فضل پاكستان په ترهګرۍ قابو موندلے دے۔ هغه ووئيل كوېت چې د عرب هېوادونو ترمينځه مصالحت له كوم كردار ترسره كړې دے هغه د تاريخ برخه ده۔ د كوېت امير او وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم عمران ??ان ??ه د كوېت دورې بلنه وركړې ده او پاكستان هم د كوېت امير او وزيراعظم دورې ته سترګې په لاره دے۔ هغه ووئيل پاكستان ??ه پرله پسې د عرب لارښودو راتلل او د خارجه وزير د مصر او امارات دوره د مضبوط او مستحكم خارجه پالېسۍ دلېل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې هغه ووئيل د هند او پاكستان ??رمينځه د كشمير مسئله بايد حل كړې شي۔ پاكستان ??نګ نه غواړي خو كه جارحيت سره مخ كړے شو نو بشپړه ځواب به وركوي۔ هغه ووئيل زمونږ پوځ او اولس په ايمان ٬ تقوي او د لوئے څښتن په لاره كښې په جهاد كولو باور لري۔ هغه ووئيل د اسرائيل د تسليمولو تصور هم نه لرؤ۔ پاكستان ??ه د كشمير او فلسطين مسئلو هغه حل قبلوي كوم چې كشمير او فلسطيني اولس ته قبول وي۔ كومو اسلامي هېوادونو چې اسرائيل تسليم كړ ے دے هغه د هغوي د خارجه پالېسۍ برخه ده۔ پاكستان ?? ملګرو هېوادونو په خارجه پالېسۍ كښې لاس وهنه نه كوي۔ هغه ووئيل اختلافاتو امت كمزورې كړې دې۔ نن به ټولې اسلامي نړۍ له د فلسطين نه تر كشمير او د سوريه نه تر يمن د بهېدونكې وينې مخنيوي له كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل خليج تعاون كونسل د عرب هېوادونو تر ټولو مضبوط فورم دے۔ خليج تعاون كونسل سره د پاكستان مراسم مضبوط دي او په سباؤن كښې به لا مضبوط كړې شي۔
د حوثي ياغيانو پرله پسې بريدونو مخنيوي له به اسلامي نړۍ له فوري او عملي ګامونه پورته كول وي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو