اسلام آباد۔5اګست(اے پی پی)د پاك هوائي پوځ مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د مقبوضه جموں وكشمير مېړني او خواري كښ اولس سره د هندي غاصبانه تسلط په ضد د دوي په امناكه ھلو ځلو كښې اودرېدو له د خپل لوظ پخلے كړے۔ د کشمیر استحصال ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې د پاك فضائيه مشر ووئیل مونږ د مقبوضه كشمير حېثيت ٬ آبادۍ كښې د غېر قانوني بدلون ٬ د روانې عسكري محاصرې او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په دوه كلونو بشپړېدو د مقبوضه جموں وكشمير مېړني او خواري كښ اولس سره د هندي غاصبانه تسلط په ضد د دوي په امناكه ھلو ځلو كښې اودرېدو له د خپل لوظ پخلے كوؤ۔ هغه ووئيل نړيواله ورورولي مقبوضه جموں وكشمير كښې د اولس په اړه خپلې ذمه وارۍ بايد هېرې نه كړي۔ هغه ووئيل مونږ به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه جموں وكشمير د اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ په مستحكمه پالېسۍ عمل برقرار ساتؤ
د پاك هوائي پوځ مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د كشمير استحصال ورځې په مهال پېغام
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز