پینډي18 دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د خالي په ورځ د پېنډۍ ډسټركټ هېډكوارټر روغتون(ډي اېچ كيو)دوره وكړه او په اسلام آباد كښې يې د پوليس او نامعلومو غلو ترمينځه په يو بل ډزو كولو كښې د ژوبل شويو پوليس اهلكارو تپوس پوښتنه وكړه۔په دې موقع ده د امن اومان صورتحال په ځاې ساتلو لپاره د دواړه ښارونو پوليس محكمې د قدر وړ خذمات وستائل او پوليس اهلكارو ته يې پیرزوينه وړاندې كړې۔ ده وئېل چې د شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې امنيتي ځواكونو په پېشه وره توګه په صورتحال قابو موندلې چې پكښې پنځه پوليس اهلكار ژوبل شوې په دې كښې د يو حالت اندېښمن دے او د عملياتو په مهال دوه غله مړه شوي۔شېخ رشيد احمد ووئيل چې د او آئي سي خارجه وزيرانو كنفرنس نه پس به بهادر پوليس اهلكارو ته ايوارډز وركولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د او آئي سي غونډې نه پس به اسلام آباد لپاره نوې سېكورټي پلان وضع كولې شي٬اسلام آباد پوليس ته به د 7 ګاړو نه علاوه جديد ټېكنالوجي لرونكې نور 16 جديد سېكورټي ګاړي وركولې شي او 125 موبائل په جرائمو قابو موندلو لپاره سكواډز هم د پايه تخت په سيمو كښې ګشت كوي۔د او آئي سي په كنفرنس تبصره كولو سره ده ووئيل چې په افغانستان كښې په رامخې ته كېدونكي بشري بحران په پاكستان كښې 41 كاله پس د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)غېر معمولي غونډه كېږي۔ده خلكو ته ووئيل چې هغوي دې د كنفرنس په ورځو كښې په غېر ضروري توګه ګرځيدو څخه دډه وكړي ځكه چې 450 غېر ملكي پلاوي په كنفرنس كښې ګډون لپاره راروان دي۔ده ووئيل چې كنفرنس په امناكه ډول باوري كولو لپاره د امنيت كوټلې انتظامات شوې دي
د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د پېنډۍ ډي اېچ كيو دوره وكړه٬د ژوبل شويو پوليس اهلكارو تپوس پوښتنه ئې وكړه
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا